خبرونه (101)
د ایټالیا د دفاع وزارت له دیپلوماتیک سلاکارسره سفیر خالد احمد ذکریا ټیلیفونی خبره
په روم کې د افغانستان اسلامی جمهوریت سفیر، خالد احمد ذکریا، د ایټالیا د دفاع وزارت له دیپلوماتیک سلاکار، ښاغلی ماسیمو ماروتی سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
پدې ټیلیفوني خبرو کې، دواړو لوریو د سولې په پروسه کې د وروستي پرمختګونو او د دفاعي او امنیتي همکاریو د پراختیا، په ځانګړي توګه د افغان نظامی زده کونکو لپاره د تحصیلی بورسونو زیاتوالی په اړه بحث او تبادل نظر وکړ.
په روم کې د ترکیې جمهوریت سفیر سره سفیر خالد احمد ذکریا کتنه
په روم - ایټالیا کې د افغانستان اسلامی جمهوریت سفیر، خالد احمد ذکریا، په روم کې د ترکیې جمهوریت سفیر، ښاغلی مرات سلیم ایسنلی سره تعارفي لیدنه وکړه.
پدې ناسته کې، چې په روم کې د ترکیې جمهوریت په سفارت کې تر سره شوه، دواړو لوریو د سولې په پروسه کې د وروستي پرمختګونو، په ځانګړي توګه د استانبول غونډې، او د افغانستان او ترکیې ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې وکړې.
د روژې مبارکې میاشتې د رارسیدو په مناسبت خبرټیا
د ایټالیا د سوداګرۍ ادارې مسئوولین سره سفیر خالد احمد ذکریا کتنه
د ایټالیا د فرهنګ وزارت له ستر سلاکار سره سفیر خالد احمد ذکریا او د سفارت دریم سکرتر کتنه
په کابل کې د ایټالیا جمهوری سفیر، ښاغلی ویتوریو سَندلی سره په روم کې د افغانستان اسلامی جمهوریت سفیر کتنه
په روم - ایټالیا کې د ا.ا.ج سفیر، خالد احمد ذکریا، د ملګری ملتونو د خوړو او کرنې سازمان عمومی رئیس ته خپل باورلیک په مجازی توګه وړاندې کړه
په روم - ایتالیا کې د افغانستان اسلامی جمهوریت سفیر، خالد احمد ذکریا، نن د ملګری ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) عمومی رئیس، داکتر کو دنگیو (Qu Dongyu)، ته خپل باورلیک په مجازی توګه وړاندې کړه.
په روم کې د ایران د اسلامي جمهوریت او د پاکستان د اسلامي جمهوریت له سفیرانو سره د سفیر خالد احمد ذکریا ټلیفوني خبرې
د افغانستان لپاره د ایټالیا له ځانګړي استازي او د ایټالیا د بهرنیو چارو او نړیوالو همکاریو په وزارت کې د افغانستان، خلیج هیوادونو او عربي ټاپوګانو برخې رئیس سره د سفیر خالد احمد زکریا لیدنه
په روم کې د افغانستان اسلامی جمهوریت سفیر، خالد احمد ذکریا، د افغانستان لپاره د ایټالیا له ځانګړي استازي، ښاغلي «Gianfranco Petruzzella»، او د ایټالیا د بهرنیو چارو او نړیوالو همکاریو په وزارت کې د افغانستان، خلیج هیوادونو، عربي ټاپوګانو او OIC برخې مشر، ښاغلي «Gianclemente De Felice» سره په یوه ویډیويي کنفرانس له لوری وکتل.
د کتنې په ترڅ کې، دواړو لوریو د افغانستان د سولې د بهیر، د افغانستان او د ایټالیا ترمنځ د ډیپلوماټیکو اړیکو د جوړیدو د سلمی کلیزې، کابل او هرات ته د ایټالیا د ځانګړي استازي راتلونکي سفر او په سیاسي، اقتصادي او فرهنګي برخو کې د راتلونکي کاري پلانونو په اړه خبرې وکړې.