د افغانستان لپاره د ایټالیا له ځانګړي استازي او د ایټالیا د بهرنیو چارو او نړیوالو همکاریو په وزارت کې د افغانستان، خلیج هیوادونو او عربي ټاپوګانو برخې رئیس سره د سفیر خالد احمد زکریا لیدنه

د افغانستان لپاره د ایټالیا له ځانګړي استازي او د ایټالیا د بهرنیو چارو او نړیوالو همکاریو په وزارت کې د افغانستان، خلیج هیوادونو او عربي ټاپوګانو برخې رئیس سره د سفیر خالد احمد زکریا لیدنه
   
||| ||| |||

په روم کې د افغانستان اسلامی جمهوریت سفیر، خالد احمد ذکریا، د افغانستان لپاره د ایټالیا له ځانګړي استازي، ښاغلي «Gianfranco Petruzzella»، او د ایټالیا د بهرنیو چارو او نړیوالو همکاریو په وزارت کې د افغانستان، خلیج هیوادونو، عربي ټاپوګانو او OIC برخې مشر، ښاغلي «Gianclemente De Felice» سره په یوه ویډیويي کنفرانس له لوری وکتل.
د کتنې په ترڅ کې، دواړو لوریو د افغانستان د سولې د بهیر، د افغانستان او د ایټالیا ترمنځ د ډیپلوماټیکو اړیکو د جوړیدو د سلمی کلیزې، کابل او هرات ته د ایټالیا د ځانګړي استازي راتلونکي سفر او په سیاسي، اقتصادي او فرهنګي برخو کې د راتلونکي کاري پلانونو په اړه خبرې وکړې.

 

 
Read 639 times
Go to Top