د ایټالیا د فرهنګ وزارت له ستر سلاکار سره سفیر خالد احمد ذکریا او د سفارت دریم سکرتر کتنه

د ایټالیا د فرهنګ وزارت له ستر سلاکار سره سفیر خالد احمد ذکریا او د سفارت دریم سکرتر کتنه
   
||| ||| |||
په روم - ایټالیا کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت سفیر، خالد احمد ذکریا او د سفارت دریم سکرتر او د فرهنګي اړیکو مسئول، ښاغلي متین عادل، د ایټالیا د فرهنګ وزارت له ستر سلاکار، ښاغلي پاولو توسکی سره وکتل.
پدې ناسته کې د افغانستان سفیر، د افغانستان او ایټالیا ترمنځ تمدنی، تاریخي او استراتیژیکې اړیکې نه بیلیدونکې وبللې او هیله یې وکړه چې د کوربه هیواد د چارواکو او اداراتو په همکارۍ، د هغه د ماموریت په جریان کې به د دواړو هیوادونو په اړیکو کې نوی فصل په ځانګړي توګه په فرهنګي برخه کې پیل شي. متعاقباٌ، ښاغلي توسکی، سفیر ذکریا ته په روم کې د افغانستان اسلامی جمهوریت د سفیر په توګه د ګمارل کیدو له امله مبارکی وویله او هغه ته یې د ایټالیا د فرهنګ وزارت د دوه اړخیزو فرهنګی برنامې پلي کولو ته بشپړ چمتووالي ډاډ ورکړ.
دواړو لوریو د افغانستان د سولې پروسې او د افغانستان او ایټالیا تر منځ د ډیپلوماتیکو اړیکو د جوړیدو د سلمی کلیزې د لمانځنې په اړه هم په تفصیل خبرې وکړې.
 
Read 663 times
Go to Top