د روژې مبارکې میاشتې د رارسیدو په مناسبت خبرټیا

د روژې مبارکې میاشتې د رارسیدو په مناسبت خبرټیا
   
||| ||| |||
په روم - ایټالیا کې د افغاستان اسلامی جمهوریت سفارت د روژې مبارکې میاشتې د رارسیدو په مناسبت د نړۍ ټولو مسلمانانو ته او په ځانګړی ډول د افغانستان ټول متدین او مؤمن خلکو او د ايتاليا ميشتو هيوادوالو ته د زړه له کومې مبارکي وایې.
خدای (ج) د ستاسو عبادتونه او ذکرونه په خپل دربار کې قبول کړي او د دې مبارکې میاشتې له امله هېله مند یو چې په ګران هېواد افغانستان کې تل پاتې سوله راشي.
 
په همدې مناسبت، ټولو درنو مراجعینو ته په درنښت خبر ورکول کیږي چې، سفارت او قونسلی څانګه به یې د سه شنبې ورځ، د روان ۱۴۰۰ ه ش کال د وری پر ۲۴ مه نېته، د روژی مبارکې میاشتې د رارسیدو له امله تړلی وي. د سفارت او قونسلی څانګه رسمیات بیرته د چهارشنبې ورځ، د وری پر ۲۵ مه نېته، پیل کیږي. درنو مراجیعنو خبر ووسي.
Read 832 times

Last modified on دوشنبه, 23/01/1400

Go to Top