د مارشال محمد قسیم فهیم د مړینې د اوومې کلیزې د لمانځغونډې مراسم
||||
||||
په روم کې د افغانستان اسلامی جمهوریت سفارت د مارشال محمد قسیم فهیم د مړینې اووم تلین په یوه مراسم کې ولمانځل شو.
د کرونا ویروس د رامينځته شوي وضعيت او محدوديتونو له امله، دغه مراسم یوازی په روم کې یو شمیر افغان ملکی او نظامی افسرانو او د سفارت ديپلوماتانو او کارکوونکو په ګدون ترسره شوه. پدی مراسمو کې، په روم کې د ا.ا.ج سفیر، خالد احمد ذکریا، د مارشال فهیم د کړنو او شخصیت ستاینه وکړه او د نظام او ملی نهادونو په ملاتړ کې یی د هغه رول اړين او بنسټيز وباله.
همدارنګه، ټولو ګډونوالو د لوی خدای له درباره په هېواد کې د تلپاتې سولې لپاره او د ارواښاد مارشال محمد قسیم فهیم، د هیواد د امنیتی او دفاعی ځواکونو شهیدانو او د وروستیو حوادث شهیدانو روح ته دعا وکړه.
Published in: خبرونه
Read 575 times