بوسنیا او هرزګوينا ته په روم کې د افغانستان د سفارت د پلاوي د ليدنې راپور
|||||||
|||||||
د بوسنيا او هرزګوينا د ليپا په کمپ کې د اور لګيدنې وروسته، په روم - ايټاليا کې د افغانستان اسلامي جمهوريت سفارت، د بهرنيو چارو وزارت د هدايت په اساس، د 2021 کال د جنوري په 4-۸، د دوه ډيپلوماتانو په ګډون په هغه هيواد کې يو پلاوی چې هر يو يې رحمان نظر بليم، دوهم سکرتر او عبدالمتين عادل ،دريم سکرتر وی، واستاو، ترځو د افغان مهاجرو وضعيت څخه ليدنه او بررسی کوي.
په رارسيدو سره، پلاوي په «ليپا»، «بوريچي»، «سيډرا»، «حاجيجي» او نورو کمپونو کې له افغان مهاجرينو سره خبرې وکړې او د دوی د اوسني وضعيت په اړه يې يو مفصل راپور چمتو کړ او د افغانستان اسلامي جمهوري دولت ته يې واستاوه.
پلاوي د کوربه هيواد چارواکو او نورو اړوندو نړيوالو سازمانونو لکه «IOM ،UNHCR ،UNICEF، Danish Refugee Council، Red Cross، Save the Children او UNFPA» سره هم په جلا جلا ډول وکتل، او د افغان مهاجرينو د وضعيت په اړه د افغان حکومت انديښنه څرګنده کړې او د دوی د ستونزې د حل لپاره يې د بيړني اقدام غوښتنه کړې.
پلاوی، درې راپورونه: 1. لنډ راپور؛ .2 مهاجرينو ته د بيړني مرستو د پلان ميتريکس راپور؛3 . او يو مفصل او تشريحي راپور چې مشخص او عملي وړانديزونه لري، چمتو کړی او د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت او د دې لارې د افغانستان اسلامی جمهوریت لوی مقام ته يې ليږلي دي.
د افغانستان د اسلامي جمهوريت لوی مقام د پلاوي لخوا وړانديز شوي وړانديزونه ومنل او د بهرنيو چارو وزارت، د عامې روغتيا وزارت او نورو اړوند اداراتو ته يې لارښوونه وکړه چې د سفارت پلاوي وړانديزونو په پام کې ونيسي او په بوسنيا او هرزګوينا کې د مهاجرينو وضعيت ښه کولو لپاره بيړني اقدام وکړي.
په روم کې د افغانستان د اسلامي جمهوريت سفارت دغه مسئله له نږدې څخه تعقيبوي او د مهاجرت نړيوال سازمان له استازو او په هيواد کې د نورو سازمانونو سره کار کوي ترڅو په دغه کمپونو کې د افغان مهاجرينو بېړنۍ ستونزې او اړتياوې ژر تر ژره حل کړي؛ لکه څنګه چې په ۲۲/۱۱/۱۳۹۹ نيته، د سفارت پلاوي د ښاغلي فخرالدين دوسلياک، مستشار وزير مختار، او ښاغلي اليګزانډر بوډيسا، د ايټاليا په روم کې د بوسنيا او هرزګوينا د سفارت لومړی سکرتر سره وکتل او په دې مسلو په اړه بحث او تبادل نظر يې وکړ. پلاوي د بوسنيا هرزګوبنا د امنيت د چارو وزير سلاکار، ښاغلي عصمت فاتح سره ويډيو کنفرانس هم درلو، چې له اسلام اباد-پاکستان څخه د هغه د استازيتوب له لاري د افغان مهاجرينو د مديريت په اړه د يوه ميکانيز او تفاهم د مرستي خبر ورکړ.
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د سفارت مقام يو ځل بيا په ښکاره ډول تاييدوي چې د دې سفارت همکاران، د يو واحد او خدمت گذار ټيم په توګه، تل په ايټاليا او نورو هيوادونو چې دا سفارت د غير ميشته په توګه کار کوي، ميشتو ګران هيوادوالو په خدمت کې دي او د افغانستان ټولو قومونو ترمنځ د يووالی او همغږی د ساتلو لپاره اغيزمن ګامونه اخيستی دي.
Published in: خبرونه
Read 680 times