د ایټالیا د دفاع وزارت له دیپلوماتیک سلاکارسره سفیر خالد احمد ذکریا ټیلیفونی خبره
|||
|||
په روم کې د افغانستان اسلامی جمهوریت سفیر، خالد احمد ذکریا، د ایټالیا د دفاع وزارت له دیپلوماتیک سلاکار، ښاغلی ماسیمو ماروتی سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
پدې ټیلیفوني خبرو کې، دواړو لوریو د سولې په پروسه کې د وروستي پرمختګونو او د دفاعي او امنیتي همکاریو د پراختیا، په ځانګړي توګه د افغان نظامی زده کونکو لپاره د تحصیلی بورسونو زیاتوالی په اړه بحث او تبادل نظر وکړ.
Published in: خبرونه
Read 611 times