خبرونه (101)
د افغانستان سفیر خپل باور لیک د IDLO عمومي رئیس ته وړاندې کړل
خبرټیا
خبرټيا
په روم کې د افغانستان اسلامی جمهوريت سفارت او نمايندګی ټولو درنو مراجعينو ته په درنښت خبر ورکول کيږي چې سفارت او قونسلی څانګه به يې د روان ۲۰۲۱ م کال، د جولای د ۱۹ مه نېته څخه تر ۲۳ مه نېته پوری، د عرفې ورځ او د لوی اختر په مناسبت تړلی وي. درنو مراجعينو خبر ووسي.
سفیر خالد احمد ذکریا، په روم کې د پولند جمهوریت سفیرې سره وکتل
په روم کې د آسترالیا سفیرې سره د افغانستان سفیر لېدنه
د داعش پر وړاندې د نړیوال ائتلاف په غونډه کې د افغانستان د سفیر او ورسره پلاوي ګډون
د ۱۴۰۰ ه.ل. کال د چنګاښ د میاشتې په ۸ نېته کې، په روم - ایټالیا کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت سفیر خالد احمد ذکریا او ورسره مل پلاوي د داعش پر وړاندې د نړیوال ائتلاف په غونډه کې ګډون وکړ. په دې ناسته کې، چې په روم کې د ایټالیا جمهوریت په کوربه توب او د اتیا هیوادونو څخه زیاتو لوړ پوړو استازو په کې برخه اخیستې وه، د ائتلاف غړو د داعش تروریستی ډلې پروړاندې مبارزه کې پر خپلو ژمنو یو ځل بیا ټینګار وکړ او په اغیزمنو سیمو کې یې ثبات ساتلو باندې تاٌکید وکړ.
د دندې اعلان
د دندې اعلان
په روم - ایټالیا کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت سفارت د هیواد د نافذه قوانینو او مقرراتو په رڼا کې د وړتیا اصول په پام کې نیولو سره د دغه نمایندگی د قونسلۍ برخې کې یو محلی کارمند استخدام کوي.
د استخدام شرایط:
- غوښتونکي (متقاضی) لږ تر لږه د لیسانس سند ولري؛
- په اداري سکتور کې باید حداقل ۷ کاله تجربه ولري؛
- په پښتو، فارسي/دري، ایټالوي او انګلیسي ژبو ته بشپړ تسلط ولري؛
- د کمپیوټر برنامو لکه Office او ایمیل لیکل سره آشنایی ولري؛
- د تیرو دفترونو څخه چې په هغه کې یې کار کړی دی، لږ تر لږه دوه سپارښت لیکونه ولري؛
- په ایټالیا کې د اوسیدو اعتباري او قانونی اسناد ولري؛
- د افغانستان، ایتالیا او نورو اروپایی اتحادیې هیوادونو کورنۍ یا بهرنۍ صلاحیت لرونکې محکمې لخوا په جرم نه وي محکوم شوی؛
اصلي دندې:
- په سیسټم کې د مراجعینو معلوماتو ثبت کول (Data Entry)
- د نورو اجراآت دمخ د مراجعینو اسناد چک کول؛
- په ټولو کاري ورځو کې د قونسلۍ د مراجعینو ایمیلونو او زنګونو ته ځواب وړکول؛
- د سفارت مقام لخوا د قونسلګري برخې نورې ورکړل شوي کارونه ترسره کول؛
علاقه لرونکي غوښتونکو چې پورتني معیارونه پوره کړای شي، باید د خپل پاسپورت یوه کاپي، د ایټالیا د اوسیدو کارت کاپی، سوانحو لنډیز (CV)، او یو غوښتنلیک د روان ۲۰۲۱ م کال د جولای پر ۱۲ مه نېته پورې په دغه ایمیل «This email address is being protected from spambots. You need JavaScript enabled to view it.» راواستوئ.
هغه غوښتونکو چې پورتني معیارونه پوره کوي، په دی اعلان پای ته رسید و وروسته د سفارت لخوا د انتریو لپاره ایمیل ترلاسه کړي.
په درناوي
په روم – ایتالیا کې د افغانستان اسلامی جمهوریت سفارت او نمایندګی
په روم کې د بریتانیا سفیرې او په روم کې د آلمان سفیر سره د افغانستان سفیر لېدنه
په روم کې د سعودی عربستان سفیر سره، د افغانستان سفیر لېدنه
د ۱۴۰۰ ه.ل. کال د چنګاښ د میاشتې په ۱ نېته کې، په روم – ایتالیا کې د افغانستان اسلامی جمهوریت سفیر، خالد احمد ذکریا، په روم کې د سعودی عربستان سفیر، ښاغلی فیصل بن سَتَم بن عبدالعزیز سره وکتل او د افغانستان د سولې پروسې، په روم کې د داعش ضد نړیوال ائتلاف قریب الوقوع غونډې او په روم کې د دوه سفارتونو تر منځ پراخه همکارۍ په اړه، خبرې وکړې.
د افغانستان سفیر د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان په 42 مه غونډه کې برخه واخیسته
په روم کې د چین سفیر سره، د افغانستان سفیر لېدنه
په روم - ايټالیا کې د افغانستان اسلامی جمهوریت سفیر، خالد احمد ذکریا، په ایټالیا کې د چین سفیر، ښاغلی Li Junhua سره وکتل.
پدې ناسته کې، چې په روم کې د چین په سفارت کې ترسره شوه، د افغانستان سفیر لومړی د چین د دوامدار ملاتړ څخه مننه وکړه او ورپسې دواړو لوریو د افغانستان د سولې پروسې او پدې مذاکراتو کې د افغانستان اسلامي جمهوریت د دولت «نهایی هدف»، د دوه اړخیزو اړیکو په پراختیا او په روم کې د دوه سفارتونو تر منځ پراخه همکارۍ په اړه، خبرې وکړې.