د موټرچلونې جواز تائیدول
د موټرچلولو محلي او نړیوال ټول جوازونه، چې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت لخوا صادر شوي دي د تائیدولو لپاره د دې سفارت له خوا د کورنیو چارو وزارت ته استول کیږي. دا کار وخت نیسي او یوازې د کورنیو چارو په وزارت کې د پړاونو په بشپړېدو پورې تړلی دی. سفارت د کورنیو چارو وزارت په اجراآتو باندې اغېز نه لري.
د اړتیاو نوملړ
هیله کیږي دا لاندې لارښوونې او مالومات په ځېر سره ولولئ:
- 1 . لازم سندونه:
(أ) غوښتنلیک یا عریضه: غوښتونکی باید د دې سفارت په پته یو غوښتنلیک ولیکي او خپل د اړتیا وړ خدمتونه او پېژندنه/ شهرت پکې ذکر کړي، لکه (نوم، د پلار نوم، د زېږېدنې نېټه او ځای، او اوسنۍ پته).
(ب) د موټر چلونې جواز د تائیدېدو فورمه: غوښتونکی باید د جواز د تائیدېدو فورمه په غټو تورو ډکه کړي. کولای شئ دا فورمه له دې تړوني (لینک) څخه ډانلوډ کړئ.
(ج) د موټر چلونې د ملي (افغاني) یا نړیوال جواز کاپي، چې د کورنیو چارو وزارت له خوا صادر شوی وي.
(د) د پاسپورټ کاپي.
(ه) په ایتالیا کې د استوګنې د جواز کاپي.
(و) د چټک لیک پاکټ/ راجسټر شوی پاکټ چې راستنیزه پته پرې وي: په پوستي سندونو کې باید یو چټک لیک پاکټ/ راجسټر شوی پاکټ، چې راستنیزه پته پرې وي، شامل وي. له هغه پرته سفارت نشي کولای ستاسو تصدیق شوي سندونه بیرته تاسوته در ولېږي.
۵ . کړنلاره (طرزالعمل):
(أ) کله چې سفارت د پام وړ سندونه د پوستې له لارې تر لاسه کړي، د یوې اونۍ په ترڅ کې یې پړاونه بشپړیږي، په دې شرط چې سپارل شوي سندونه بشپړشوي وي. سفارت سندونه له یو مکتوب سره د بهرنیو چارو وزارت قونسلي چارو ریاست ته لیږي او هغه ریاست په خپل وار سره غوښتنلیک د تائید لپاره د کورنیو چارو وزارت ته استوي. دا کار وخت نیسي او کابو شپږ(۶) اونۍ وخت غواړي.
(ب) د کورنیو چارو وزارت د برېښنالیک په استولو سره د بهرنیو چارو وزارت له لارې سفارت ته د موترچلولو د جوازونو له تائیدېدو څخه خبر ورکوي.
هيله ده، پام مو وي چې سفارت د موټرچلونې جوازونو د غزولو (تمدید) او نوي کولو د غوښتنلیکونو پړاونه نه ترسره کوي.
فارسی
English