د ایټالیا د سوداګرۍ ادارې مسئوولین سره سفیر خالد احمد ذکریا کتنه

د ایټالیا د سوداګرۍ ادارې مسئوولین سره سفیر خالد احمد ذکریا کتنه
   
||| ||| |||
په روم - ایټالیا کې د افغانستان اسلامي جمهوریت سفیر، خالد احمد ذکریا، د ایټالیا د سوداګرۍ ادارې «Italian Trade Agency» له عمومی رییس، ښاغلي Carlo Ferro، او اجرائیه رئیس، ښاغلی Roberto Louongo، سره وکتل.
د کتنې په ترڅ کې، دواړو لوریو د کانونو، ترانسپورت، کرنې، خوراکي محصولاتو، لاسي صنايع او غالۍ، انرژي او په ځانګړي توګه د «One Stop Afghan House» په نامه د سفارت د پروژې په ګدون، په بیلابیلو برخو کې د افغانستان او ایټالیا ترمنځ د اقتصادی او سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره، بحث او تبادل نظر وکړ.
Read 668 times
Go to Top