خبرونه (101)
د رخصتی خبرتیا
سه شنبه ۱۴ جدی ۱۴۰۰
خبرټيا
په روم کې د افغانستان اسلامی جمهوريت سفارت ټولو درنو مراجعينو ته په درنښت خبر ورکول کيږي چې سفارت او قونسلی څانګه به يې د پنجشنبې ورځ د روان ۱۴۰۰ کال، د مرغومي پر ۱۶ مه نېته، د کور به هيواد د عمومی رخصتی په مناسبت، تعطيل وي. د سفارت او قونسلی څانګه رسميات بيرته د جمعې ورځ، د مرغومي پر ۱۷ مه نېټه، پيل کيږي، درنو مراجعينو خبر ووسي.
د ۲۰۲۲ میلادی کال د رارسیدو په مناسبت په روم کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د سفارت پیغام
په روم کې د افغانستان اسلامی جمهوريت سفارت د ۲۰۲۲ ميلادي نوي کال ټولو ملګرو هيوادونو ته، او په ځانګری توګه کوربه هيواد د ايټاليا جمهوري ته او په ايټاليا کې ټول افغانانو ته مبارکباد او د خوښۍ ډک کال هېله کوي. په همدې حال د دوارو هېوادونو ترمنځ د ژورې اړيکو قدردانې، او د نوی کال د پيل سره د دغه ديرينه او اوږد مهاله دوستي اړيکو د لا مستحکم کېدلو هېله مند يو.
خبرتیا
دوشنبه، ۲۹ قوس ۱۴۰۰ Monday, December 20th 2021
په روم کې د افغانستان اسلامی جمهوريت ټولو درنو مراجعينو ته په درنښت خبر ورکول کيږی چې سفارت او قونسلي څانګه يې د دوشنبې ورځ د دسامبر ۲۷، ۲۰۲۱ څخه تر جمعې ورځ، ۳۱ دسامبر ۲۰۲۱ تاريخ پوري، د کور به هيواد نوی ۲۰۲۲ ميلادی کال د رخصتی په مناسبت تړلی وي. د سفارت او قونسلی څانګې رسميات بيرته د دوشنبې ورځ، د جنوری په ۳، ۲۰۲۲ تاريخ پيل کيږي؛ درنو مراجعينو خبر ووسي.
د رخصتی خبرتیا
خبرټيا
په روم کې د افغانستان اسلامی جمهوريت سفارت ټولو درنو مراجعينو ته په درنښت خبر ورکول کيږي چې سفارت او قونسلی څانګه به يې د چهارشنبې ورځ د روان ۱۴۰۰ ه. ل. کال، د ليندی پر ۱۷ مه نېته، د کور به هيواد د عمومی رخصتی په مناسبت، تعطيل وي. د سفارت او قونسلی څانګه رسميات بيرته د پنجشنبې ورځ، د ليندی پر ۱۸ مه نېټه، پيل کيږي، درنو مراجعينو خبر ووسي.
د پاسپورټ د تمدید پروسې او نورو قونسلۍ خدماتو په اړه خبرتیا
د افغانستان سفير د بولونیا پوهنتون د سياسي او ټولنيزو علومو په پوهنځی کې د «افغانستان: پرون، نن او سبا» تر سرليک لاندې یو علمی سیمینار وړاندې کړ
د ۱۴۰۰ ه.ل. کال د تله د میاشتې په ۲۱ مه نېته کې، په ايټاليا کې د افغانستان اسلامي جمهوريت سفير، خالد احمد ذکريا، د بولونیا پوهنتون د سياسي او ټولنيزو علومو په پوهنځی کې د «افغانستان: پرون، نن او سبا» تر سرليک لاندې یو علمی سیمینار وړاندې کړ. دا سیمینار چې تر سلو زیاتو ګډونوالو په کې برخه اخیستې وه، په افغانستان کې د وروستیو تحولاتو او په سیمه او نړۍ کې د دوی اغیزو په اړه د محصلینو د پوهاوي د کچې لوړولو په موخه پیل شوې وه. په خپله وینا کې، د افغانستان سفیر لومړی په تیرو دریو پیړیو کې په سیمه ایزو او نړیوالو تحولاتو کې د افغانستان د رول په اړه لنډې خبرې وکړې، او ورپسې یې د هیواد اوسني وضعیت، په ځانګړي ټوګه په کابل کې د طالبانو نامشروع ادارې، او د افغانستان راتلونکی فرصتونه او ننګونې په اړه خبرې وکړې.
خبرتیا
خبرتیا
په روم - ايټاليا کې د افغانستان اسلامي جمهوريت سفارت قونسلي څانګه ټولو درنو غوښتونکو ته خبر ورکوي چې د پاسپورت د تمديد پروسې د پيل لپاره کار روان دی او د ځينې تخنيکي ستونزو حل کيدو وروسته به دا پروسه به ډير ژر پيل شي. پدی برخه کې اړوند تغيرات به د دې نمايندګی رسمی ټولنيزو رسنيو له لارې نشريږي.
خبرتیا
دوشنبه ۱۵ سنبله ۱۴۰۰
خبرټيا
په روم کې د افغانستان اسلامي جمهوريت سفارت قونسلي څانګه ټولو درنو غوښتونکو ته په درنښت خبر ورکوي، چې له دې نه وروسته د جمعي په ورځو کې هم قونسلې چارې فعال او مراجعيينو ته خدمات وړاندې کيږي. نو د قونسلي څانګې نوی کاري ساعتونه پس له دې د سهار له ۹ بجې نه د مازديګر تر ۲ بجو پورې له دوشنبې نه تر جمعې ورځو پورې دي او په دير نږدې راتلونکې کې د نوبت اخيستو آنلاين سيستم به هم فعاله کيږي.
اعلامیه
جمعه ۱۲ وږی ۱۴۰۰
اعلاميه
سربيره ددې چې طالبان د افغانستان پايتخت ونيوه، خو د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت اساسي قانون، درې رنګه ځپيسلی بيرغ او اسلامي او دموکراتيک ارزښتونه پابرجا دی او د نوی حکومت تر جورېدو او د ايټاليا له طرفه د رسمي پيژندنې تر وخته پورې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت ارزښتونه پابرجا او د سفارت ديپلوماتونو او محلی کارمندانو خپل کاري چارې ته دوام او هېوادوالو ته د خدماتو عرضه کول به جريان ولري. همداراز د سفارت رهبري، چې ايتاليې دولت ته د مارچ په څلورمه خپل اعتماد نامه تقديم کری وو لا تر اوسه د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د ځانګری استازی او سفير کبير پحيث په خپل موقف کې دی او د سفارت چاری او د دوه اړخيزه او څو ارخيزو روابطو پر ټينګښت او د هېواد د ملي منافع په غور خپل دندې ته ادامه ورکوي.
پرون د سنبلې ۱۱مه د سفارت يو ديپلومات چې د خارجې وزارت مقام او سياسي معينيت ته اهانت همچنان د سفارت رهبري ته تهمت، توهين او تهديد او په کاری محيط کې د انارشی رامينځته کړی وو او بيا د سفير خصوصي اقامتګاه ته تللی وو، د وزارت د عالي مقام د دفتر رياست په هدايت سره د خپل دندې څخه ګوښه کړل شو او متعاقباً لاندې مسله د ايټاليا د بهرنيو چارو وزارت ته اخبار شوې. په عين حال د دغه تهديداتو په نظر نيولو سره د کوربه هېواد مقاماتو له مشورې وروسته ، که چيرې نوموری پخوانی ديپلومات په راتلونکي يو ځل بيا سفارت ته د راتک او د سفارت په شاوخوا ګرځی او مزاحمت کوي، نو سفارت او د کوربه هېواد حقوقي ارګانونه هغه سره به قانوني چلند وکړی. همدارنګه، د يادونې وړ ده چې د دې ډيپلومات ادعا چې هغه د بيت المال ساتنې له امله خپل دندې څخه ګوښه کړل شو، هيڅ قانوني يا اداري اعتبار نلري ځکه چې هغه هيڅکله د دې نمايندګی مالي او اداري څانګې مسؤل نه و او دا مسله د هغه قانوني يا اداري صلاحيت کې هم ندي.
په درنښت
په روم کې د افغانستان اسلامی جمهوريت سفارت او نمايندګي
خبرتیا
سه شنبه، ۲ سنبله ۱۴۰۰
خبرتيا
په روم کې د افغانستان اسلامي جمهوريت سفارت قونسلي څانګه ټولو درنو غوښتونکو ته خبر ورکوي، چې په افغانستان کې اوسني شرايطو ته په کتنه، د کمپيوټري پاسپورټونو سيسټم اړيکه له مرکزي سيسټم سره پرې شوې او د پاسپورټ طی مراحل د اوس لپاره درول شوی دی؛ بنااً له مرکز سره د کمپيوټري پاسپورټ سيسټم تر بيا وصلېدو، د کمپيوټري پاسپورټونو څانګې خدمات درول شوي دي.
همدا راز د ويلو ده چې، دا سفارت به ډير ژر د ختم شوي کمپيوټري پاسپورټونو تمديد پروسه پيل کړي او د يوې خبرتيا له مخې به خپلو ګرانو هيوادوالو ته خبر ورکړي.