خبرونه

خبرونه (101)

اعلامیه

د ناسوبتيا (غيابي) پېژند پاڼې (تذکرې) انلاين چوپړتيا (خدماتو) د پيل په اړه په روم کې د افغانستان اسلامي جمهوريت سفارت اعلاميه

په روم کې د افغانستان سفارت قونسلي څانګه ټولو درنو غوښتونکو ته خبر ورکوي، چې د غوره چوپړ وړاندې کولو او په چارو کې د اسانتياو رامنځ ته کولو په موخه د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت او په روم کې د افغان سفارت د ګټورو هڅو په پايله کې د افغان تابعيت پېژندپاڼې (تذکرې) چارې په انلاین توګه پېلېږي.

په روم کې د افغانستان سفارت قونسلي څانګه افغان کډوالو ته د اسانتياو برابرولو په موخه د بهرنيو چارو وزارت د اصلاحي پروګرامونو په لړ کې د څو مياشتو را هیسې د قونسلي چارو درانه ریاست او د مرکزي احصائيې او مالوماتو درانه ریاست سره په ګډه بحثونه او منظمه همکاري درلوده؛ ترڅو وکولی شو د تابعيت پېژند پاڼې (تذکرې) تر لاسه کولو چارې اسانه او ګران هېوادوال وکولی شي، په کم وخت کې پېژند پاڼه (تذکره) واخلي.

له دې وروسته په روم کې مېشت افغانان اړتیا نه لري، د تابعيت پېژندپاڼې (تذکرې) تر لاسه کولو په موخه لکه د وکیل نيولو او کابل ته د اسنادو لېږلو اوږد او سخت مزل تر سره او په زیات لګښت سره اوونۍ او مياشتې د پېژند پاڼې (تذکرې) لپاره تم پاتې شي.

د یادې پروسې په پېلېدو سره د ناسوبتیا (غېر حضوري) پېژند پاڼې (تذکرې) ټول غوښتونکي کولی شي، د هېواد نافذه قانونو او مقرراتو په رڼا کې په انلاین توګه د زېږ نېټې د سمون/ د نوم د سمون/ د زېږ ځای د سمون / د کورني نوم (تخلص) لیکل/ د بلې (مثنی) پېژند پاڼې (تذکرې) اخیستل/ د انځور لګول/ انځور نوی کول او د پېژند پاڼې (تذکرې) د منلو (تائيدۍ) فورمه په سمه توګه ډکه او د نفوسو او احوالو د ثبت ادارې له منلو (تائیدۍ) وروسته په لږ وخت کې خپله پېژند پاڼه (تذکره) د سفارت له قونسلي څانګې څخه تر لاسه کړي.

په روم کې د افغانستان سفارت ټولو هېوادوالو ته ډاډ ورکوي، چې د پېژند پاڼې (تذکرې) د وېش چارې به رڼې او دقيقې وي او هېڅ چاته، چې کره سندونه ونه لري، دغه چوپړتیا (خدمات) نه تر سره کېږي.

په روم کې د افغانستان سفارت، د بهرنيو چارو وزارت له مشرتابه، د مرکزي احصائيې او مالوماتو درنې ادارې او د نفوسو او احوالو د ثبت ادارې څخه د زړه له کومي مننه کوي، چې تل يې د عملي طرحو او د نوموړي بهیر د پلی کولو په برخه کې ځانګړې پاملرنه کړې.

یاده دې وي، چې د نورو لارښوونو او انلاین فورمونو د تڼۍ (لینک) په اړه به په ټولیزه توګه ډېر ژر تاسې سره نور مالومات هم شریک شي.

 

لارښود ویدیو: https://www.youtube.com/watch?v=VaK3kpYZ8ng

درناوی

په روم کې د افغانستان اسلامي جمهوريت سفارت او نمایندگي

خبرټیا

په  روم کې د افغانستان اسلامی جمهوريت سفارت، قونسلي څانګه ټولو درنو مراجعينو ته په درنښت خبر ورکوي، چې سفارت ته له راتلو دمخه د پاسپورټ غوښتنليک فورمه، چې لاندې د سفارت په ويبسايټ کې شتون لري، په  پښتو، فارسی/دری او انګليسي په سمه توګه ډکه کړئ او د غوښتنې پر مهال له ځان سره راوړئ.  

د ماشين لوستو پاسپورټ ترلاسه کولو لپاره اړين سندونه:

۱- د غوښتونکي وپيژند پاڼئ اصلي او کاپي، چې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت څخه منلې وي.  

۲- د ايتاليا استوګن کارټ (Permesso di Soggiorno) کاپی چې وخت ولري.

۳-  څلور انځورونه ۴×۴.۵، چې ښاليد يې سپين وي.

خبرټیا

په روم کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت سفارت، ایټالیا کې میشتو د افغانستان ټولو قومونو ترمنځ د یووالي او همغږی د ساتلو په اصل، تل هڅه کوی چې په ایټالیا کې میشتو ټولو افغانانو ته قانوني او مساويانه خدمات وړاندې کړي. او تولو ته د خدماتو په وراندی کولو کی د قونسلی خدماتو او د پاسپورت فورمو او مراحلو او نورو قونسلی فورمو د ترتیب کولو په شمول تعادل او همغږی حفظ شی. په روم کې د افغانستان اسلامي جمهوریت سفارت د معلوماتو او خبرټیا ورکولو کی یوازینۍ رسمي سرچینه ده، له همدې امله د سفارت رسمي ویبسایت او رسمي ټولنیزو رسنیو څخه پرته د هیڅ کوم بله آدرس څخه معلومات او خبرتیا د سفارت په اړه اعتبار نلړی.

خبرټیا

په روم کې د افغانستان اسلامی جمهوريت سفارت د قونسلګری څانګی ټولو درنو مراجعينو ته په درنښت خبر ورکول کيږی چې د پاسپورت څانګې تخنيکې ستونزې حل شوي، او د پاسپورت ترلاسه کولو پروسه، د نن پنجشنبې ورځې د سلواغی ۰۲، ۱۳۹۹ تاريخ څخه بیرته پيل شوي. درنو مراجعينو خبر ووسي.

په روم کې د افغانستان اسلامی جمهوري دولت نوې ټاکل شوې سفیر، خالد احمد ذکریا، تعارفي لیدنه د سفارت ډیپلوماټانو او همکارانو سره

نن سهار، دوشنبه، د ۱۳۹۹ د مرغومی ۱۵مه، په روم کې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت نوې ټاکل شوې سفير ښاغلی خالد احمد ذکریا، روم ته له رسېدو وروسته د سفارت له ډيپلوماټانو او همکارانو سره تعارفي ليدنه وکړه.
په دغه ملاقات کې د افغانستان نوې ټاکل شوې سفير خپل لنډه مهاله، منځني او اوږد مهاله کاري پلانونه تشريح کولو ترڅنګ د سفارت شارژدافير او ټولو همکارانو د تیرو نهو میاشتو له هڅو او هاند څخه مننه وکړه او د ايتاليا او افغانستان د اړيکو پر لا ټينګښت ټينګار وکړې. متعاقباً، د سفارت کارکوونکو ښاغلی ذکریا ته د هرکلي ترڅنګ، د همه جانبه همکاريو ډاډ ورکړ.

 وجيهه قاضي زاده، د سازمان ملل د ملګرو ملتونو خوړو او کرنې اداره د شورا په یو سلو او پینځه شپېتمه ناسته کې کډون وکړه

 وجيهه قاضي زاده، د سازمان ملل د ملګرو ملتونو خوړو او کرنې اداره د شورا په یو سلو او پینځه شپېتمه ناسته کې کډون وکړه.
پدې ناسته کې چې د ویدیو کنفرانس له لوری د نومبر له ۳۰ څخه تر دسمبر ۴ پورې د درې ورځو لپاره ترسره شوی، د دی سازمان غبرګون د سیمه ایز کنفرانس راپورونو په اړه، د خصوصي سکتور مشارکت لپاره د سازمان نوې ستراتیژي، د کویید- ۱۹ پاندمی ته د دې سازمان واکنش او نورو اړوندو مسایلو په اړه بحث او تبادل نظر وکړ.
پدې ناسته کې، اغلې قاضی زاده د نږدې ختیځ هیوادونو (نږدې ختیځ ګروپ) په استازیتوب د دې سازمان «د ځنګلونو کمیټې پنځه ویشتمه ناستې» راپور وړاندې کړه.

 

 

د جمهور رئیس د دوهم مرستیال استاد سرور دانش په ریاست د بشري حقونو مدافعانو د ساتنې ګډ کمېسیون رامنځته کیدل

کابل – د افغانستان اسلامي جمهوري ریاست د حکم پر اساس، د بشري حقونو ملاتړو د اجراآتو د پیاوړتیا په هدف او د افغانستان اړوند د بشري حقونو په برخه کې ملي او نړیوالو اندېښنو ته د ځواب ویلو او د بشري حقونو د مدافعانو د ساتنې په اړه د افغانستان حکومت د ستراتيژۍ او د اساسي قانون د حاکم پر اساس د بشري حقونو د مدافعانو د ساتنې ګډن کمېسیون د جمهوري ریاست د دوهم مرسیتال استاد سرور دانش په ریاست رامنځته شو.

د جمهوري ریاست په حکم کې راغلې ده چې په افغانستان کې د بشري حقونو اړوندو مسایلو په لاره کې د موثرو او اړینو بسترسازیو او د بشري حقونو په اړه د افغانستان د ژمنو ترسره کولو او د بشري حقونو د مدافعاتو د ملاتړ په موخه د بشري مدافعانو د ملاتړو د ساتنې ګډ کمېسیون د جمهوري ریاست د دوهم مرستیال استاد سرور دانش په ریاست منظور شوی دی.

د یاد حکم پر اساس، لوی څارنوال، د عدلیې وزیر، د کورنیو چارو وزیر، د ښځو چارو وزیره، د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون رئیس، د ملي امنیت عمومي رئیس، د سیمه‌ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې عمومي رئیس، د سترې محکمې استازی، د جمهوري ریاست د چارو ادارې د قضايي، تقنیني او حقوقي چارو ریاست استازی او د اړتیا په صورت کې او د کمیسیون د رئیس په تائید سره به د نورو ادارو استازي هم د یاد کمېسیون غړیتوب ولري.

د کمېسیون د کړنلارې جوړول، د کمېسیون د کاري لومړیتوبنو ټاکل، د بشري حقونو د مدافعانو د خوندیتوب مکیانیزم جوړولو لپاره د بشري حقونو حوزې له غیر دولتي بنسټونو سره د ګډې طرحې تسوید، د بشري حقونو د مسایلو د کورنیو او بهرنیو تمویلوونکو او ملاتړو بنسټونو د نظریاتو اخیستل، د بشري حقونو د ملاتړو شکایتونو او طرحو ته رسیده‌ګي د دې کمېسیون د اهدافو او لومړیتوبونو څخه دي.

د بشري حقونو د مدافعینو د ملاتړ ګډ کمېسیون دارالانشا د بشري حقونو د خپلواک كميسيون پر غاره ده.

په روم کې د افغانستان اسلامی جمهوریت سفارت د لړم په ۱۴ او ۱۵ نیټه په سفارت کې د خواخوږی تعزیت کتاب کیښود.

لړم پر دولسمه نیټه د کابل پوهنتون د برید له قربانیانو سره د خواږۍ په موخه، چې پکې ۲۲ تنه شهیدان او لسګونه تنه نور ټپیان شول، په روم کې د افغانستان اسلامی جمهوریت سفارت د لړم په ۱۴ او ۱۵ نیټه په سفارت کې د خواخوږی تعزیت کتاب کیښود.
پدې مراسمو کې، د ایټالیا د بهرنیو چارو وزارت استازي، په روم کې د بیلابیلو هیوادونو لوړ پوړو چارواکو، مېشتو سفیرانو او دیپلوماتانو او په روم کې د نړیوالو سازمانونو د دفترونو استازو د خپلې خواخوږۍ او تسلیت پیغامونه په تعزیت کتاب کې ولیکل او یا د کتبې پیغام له لارې څخه د افغانستان اسلامي جمهوریت له خلکو او حکومت سره شریک کړل.

په روم کې د افغانستان سفارت د ملګری هیوادونو او په روم کې د نړیوالو سازمانونو د دفترونو استازو د خپلې خواخوږۍ او تسلیت پیغامونه له امله مننه کوي.

د افغانستان ملی بیرغ به د نن لپاره په روم کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د سفارت په نیمه اوچت حالت کې به پاتې شی

په ورته وخت کې په هیواد کې د ملي ماتم له اعلان سره او په کابل پوهنتون کې د پرونۍ تروریستي برید د قربانیانو او شهیدانو روح ته د درناوي له امله، د افغانستان ملی بیرغ به د نن لپاره په روم کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د سفارت په نیمه اوچت حالت کې به پاتې شی.

Go to Top