په روم کې د افغانستان اسلامی جمهوریت سفیر، خالد احمد ذکریا، د افغانستان لپاره د ایټالیا له ځانګړي استازي، ښاغلي «Gianfranco Petruzzella»، او د ایټالیا د بهرنیو چارو او نړیوالو همکاریو په وزارت کې د افغانستان، خلیج هیوادونو، عربي ټاپوګانو او OIC برخې مشر، ښاغلي «Gianclemente De Felice» سره په یوه ویډیويي کنفرانس له لوری وکتل.
د کتنې په ترڅ کې، دواړو لوریو د افغانستان د سولې د بهیر، د افغانستان او د ایټالیا ترمنځ د ډیپلوماټیکو اړیکو د جوړیدو د سلمی کلیزې، کابل او هرات ته د ایټالیا د ځانګړي استازي راتلونکي سفر او په سیاسي، اقتصادي او فرهنګي برخو کې د راتلونکي کاري پلانونو په اړه خبرې وکړې.
په روم - ايټاليا کې د افغانستان اسلامی جمهوريت سفارت، په ناټو دفاعی کالج کې د ملکي او نظامي افسرانو «NATO Defense College»، د ايټاليا د ستراتيژيکو مطالعاتو لپاره نظامي مرکز افسرانو «CeMiSS» او د ګډ خدماتو کارکنانو کالج افسران «The Joint Services Staff College» په حضور په سفارت کې د افغانستان د امنيتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ ملي ورځ ولمانځل شو. په دې غونډه کې، د افغانستان سفير د هېواد د امنيتي او دفاعي ځواکونو د فداکاری او قربانيو څخه مننه او قدردانی وکړه او د سولې، ځمکنۍ بشپړتیا او ملی حاکمیت په لور کی د ټولو شهيدانو روح ته دعا وکړه.
په روم کې د افغانستان اسلامی جمهوریت سفیر، خالد احمد ذکریا، د کب په ۱۴م کې، د ایټالیا د کوئرینیال په مانۍ کې په یوه تشریفاتې مراسم، خپل باورلیک د ایټالیا جمهوریت جمهور رئیس، جلالتمآب سرجیو ماتارلا ته وړاندې کړه او د جلالتمآب ولسمشر محمد اشرف غنی او د ا.ا.ج د خلکو درناوی او د ایټالیا سره د دوه اړخیزو همکاریو د لا پرختیا په اړه د افغانستان حکومت تمایل شریک کړل.
په روم - ایټالیا کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت سفارت د کب ۹ مه، د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ ملي ورځ، د هیواد ټولو زړورو زامنو او د خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا او ملي ارزښتونه ریښتیني ساتونکو ته مبارکي وایی او د دوی د قربانیو او فداکاریو څخه مننه او قدرداني کوي. همدارنګه، د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د سرښندونکو او زړورو شهیدانو پاک روح ته، چې د وطن او خلکو په ساتنه کې یې خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړی، د زړه له کومي څخه دعا او د دوی یادونو ته درناوی کوي.