په روم کې د افغانستان اسلامی جمهوریت سفیر، خالد احمد ذکریا، په روم کې د پولند جمهوریت سفیرې، آغلی «Ana Maria Anders» سره لېدنه وکړ.
پدې ناسته کې، دواړو لوریو د افغانستان د سولې پروسې او پدې مذاکراتو کې د افغانستان اسلامي جمهوریت د دولت او خلک «نهایی هدف» او په روم کې د دوه سفارتونو تر منځ پراخه همکارۍ په اړه، خبرې وکړې.
په روم – ایټالیا کې د افغانستان اسلامی جمهوریت سفیر، خالد احمد ذکریا، په ایټالیا کې د آسترالیا سفیر، آغلی «Margaret Twomey»، سره وکتل.
پدی ناسته کې، د افغانستان سفیر لومړی د تروریزم او کویید-۱۹ سره په مبارزه کې له افغانستان سره د آسټرالیا د مرستو له امله مننه وکړه او ورپسې دواړو لوریو په روم کې د دوه سفارتونو ترمنځ پراخه همکارۍ او په روم کې د نړیوالو سازمانونو د فعالیتونو د لا همغږۍ په اړه، خبرې وکړې.

د ۱۴۰۰ ه.ل. کال د چنګاښ د میاشتې په ۸ نېته کې، په روم - ایټالیا کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت سفیر خالد احمد ذکریا او ورسره مل پلاوي د داعش پر وړاندې د نړیوال ائتلاف په غونډه کې ګډون وکړ. په دې ناسته کې، چې په روم کې د ایټالیا جمهوریت په کوربه توب او د اتیا هیوادونو څخه زیاتو لوړ پوړو استازو په کې برخه اخیستې وه، د ائتلاف غړو د داعش تروریستی ډلې پروړاندې مبارزه کې پر خپلو ژمنو یو ځل بیا ټینګار وکړ او په اغیزمنو سیمو کې یې ثبات ساتلو باندې تاٌکید وکړ.

د دندې اعلان

د دندې اعلان

په روم - ایټالیا کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت سفارت د هیواد د نافذه قوانینو او مقرراتو په رڼا کې د وړتیا اصول په پام کې نیولو سره د دغه نمایندگی د قونسلۍ برخې کې یو محلی کارمند استخدام کوي.

د استخدام شرایط:

  • غوښتونکي (متقاضی) لږ تر لږه د لیسانس سند ولري؛
  • په اداري سکتور کې باید حداقل ۷ کاله تجربه ولري؛
  • په پښتو، فارسي/دري، ایټالوي او انګلیسي ژبو ته بشپړ تسلط ولري؛
  • د کمپیوټر برنامو لکه Office او ایمیل لیکل سره آشنایی ولري؛
  • د تیرو دفترونو څخه چې په هغه کې یې کار کړی دی، لږ تر لږه دوه سپارښت لیکونه ولري؛
  • په ایټالیا کې د اوسیدو اعتباري او قانونی اسناد ولري؛
  • د افغانستان، ایتالیا او نورو اروپایی اتحادیې هیوادونو کورنۍ یا بهرنۍ صلاحیت لرونکې محکمې لخوا په جرم نه وي محکوم شوی؛

اصلي دندې:

  • په سیسټم کې د مراجعینو معلوماتو ثبت کول (Data Entry)
  • د نورو اجراآت دمخ د مراجعینو اسناد چک کول؛
  • په ټولو کاري ورځو کې د قونسلۍ د مراجعینو ایمیلونو او زنګونو ته ځواب وړکول؛
  • د سفارت مقام لخوا د قونسلګري برخې نورې ورکړل شوي کارونه ترسره کول؛

علاقه لرونکي غوښتونکو چې پورتني معیارونه پوره کړای شي، باید د خپل پاسپورت یوه کاپي، د ایټالیا د اوسیدو کارت کاپی، سوانحو لنډیز (CV)، او یو غوښتنلیک د روان ۲۰۲۱ م کال د جولای پر ۱۲ مه نېته پورې په دغه ایمیل «This email address is being protected from spambots. You need JavaScript enabled to view it.» راواستوئ.

هغه غوښتونکو چې پورتني معیارونه پوره کوي، په دی اعلان پای ته رسید و وروسته د سفارت لخوا د انتریو لپاره ایمیل ترلاسه کړي.

 

په درناوي

په روم – ایتالیا کې د افغانستان اسلامی جمهوریت سفارت او نمایندګی

په روم کې د افغانستان اسلامی جمهوریت سفیر، خالد احمد ذکریا، په روم کې د بریتانیا سفیرې، میرمن جیل مورس او په روم کې د آلمان سفیر، ښاغلی وکتور آلبینګ سره په جلا جلا توګه وکتل.
په دغو کتنو کې، دواړو لوریو په روم کې د داعش ضد نړیوال ائتلاف قریب الوقوع غونډې په اړه خبرې وکړې او د دوه اړخیزو اړیکو پراختیا او په روم کې د دې سفارتونو ترمینځ د راتلونکي ګډې همکارۍ په هکله، بحث او تبادل نظر وکړ.

د ۱۴۰۰ ه.ل. کال د چنګاښ د میاشتې په ۱ نېته کې، په روم – ایتالیا کې د افغانستان اسلامی جمهوریت سفیر، خالد احمد ذکریا، په روم کې د سعودی عربستان سفیر، ښاغلی فیصل بن سَتَم بن عبدالعزیز سره وکتل او د افغانستان د سولې پروسې، په روم کې د داعش ضد نړیوال ائتلاف قریب الوقوع غونډې او په روم کې د دوه سفارتونو تر منځ پراخه همکارۍ په اړه، خبرې وکړې.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان په 42 مه غونډه کې (42nd Session of the FAO Conference) چې د 2021 کال د جون له ۱۴ څخه تر ۱۸ پورې د "زوم پلټفارم" له لارې ترسره شوه، د افغانستان له آدرس څخه شیرشاه امیري، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال، په روم کې د افغانستان سفیر او دایمي استازی خالد احمد ذکریا او په روم کې د ا.ا.ج سفارت د سازمانانو مسؤول، رحمان نظر بیلیم، ګډون او وینا یې وکړه.
ښاغلي شیرشاه امیري د کرنې، اوبو لګونې، خوراکي خوندیتوب او مالدارۍ په برخو کې د افغانستان د لومړیتوبونو په اړه خبرې وکړې.
سفیر او د سفارت د سازمانانو مسؤول د افغانستان په ګډون د نږدې ختیځ هیوادونو په استازیتوب د خوراکي توکو خوندیتوب او د ځنګلونو په اړه خبرې وکړې.

په روم - ايټالیا کې د افغانستان اسلامی جمهوریت سفیر، خالد احمد ذکریا، په ایټالیا کې د چین سفیر، ښاغلی Li Junhua سره وکتل.
پدې ناسته کې، چې په روم کې د چین په سفارت کې ترسره شوه، د افغانستان سفیر لومړی د چین د دوامدار ملاتړ څخه مننه وکړه او ورپسې دواړو لوریو د افغانستان د سولې پروسې او پدې مذاکراتو کې د افغانستان اسلامي جمهوریت د دولت «نهایی هدف»، د دوه اړخیزو اړیکو په پراختیا او په روم کې د دوه سفارتونو تر منځ پراخه همکارۍ په اړه، خبرې وکړې.

په روم – ایټالیا کې د افغانستان اسلامی جمهوریت سفیر، خالد احمد ذکریا، د افغانستان لپاره د ایټالیا له ځانګړی استازي، ښاغلی «Gianfranco Petruzella» سره وکتل.
پدې ناسته کې، دواړو لوریو د سولې پروسې او له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل، په روم کې د داعش ضد نړیوال ائتلاف غونډې لپاره چمتووالی، د بهرنیو چارو وزارت د ځوان ډیپلوماتانو لپاره د ډیپلوماټیک روزنې برنامې او د افغانستان د روغتیا سکتور کې د مرستې په څرنګوالي، بحث او تبادل نظر وکړ.

چهارشنبې، ۲۶ غبرګولی۱۴۰۰                         

په روم – ایټالیا کې مېشتو هیوادوالو،
السلام علیکم و رحمت الله و برکاته،

لکه څنګه چې تاسو خبر یاست، چې د غوره چوپړ وړاندې کولو او په چارو کې د اسانتياو رامنځ ته کولو په موخه د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت او په روم کې د افغان سفارت د ګټورو هڅو په پايله کې، د احصایې او معلوماتو محترم ملي ادارې لخوا د غیر حضوری تذکرې ویشلو سیسټم د بهرمېشتو افغانانو لپاره د نفوسو د احوال ثبتولو خدمتونه تر سرلیک لاندې څه موده مخکې پیل شوي. کله چې دا خدمات فعال شو، په روم کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت سفارت په ایټالیا کې میشتو افغانانو ته د غیر حضوری تذکرې د ویش پروسې پیل کړ. ځکه چې د دې خدماتو له پیل راهیسې د نوي بانکي حساب پرانیستل اړین و، او له بلې خوا، د بهرنیو چارو وزارت محترم رهبري هم د نوي حساب پرانیستلو مهمه وبلله، دا سفارت په لومړي ورځو کې د نوي بانکی حساب پرانستلو لپاره د «Post Italiane» پوسټی دفتر ته مراجعه کړ. مګر لکه څنګه چې تاسو خبر یاست، په ایټالیا کې اداری او بیروکراتیک سیسټم ډیر وخت نیسي او د ویروس د خپریدو محدودیتونو له امله، بدبختانه، دا پروسه لاهم اوږده شوې او حساب یې لا نه دی خلاص شوی.

موږ پوهیږو چې د دې حساب پرانیستلو ورو پروسه ستاسو لپاره ستونزې رامینځته کړې. له همدې امله، ستاسو له صبر او شکیبایی څخه د مننې په ترڅ کې، زه او زما همکاران په روم کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د سفارت کې، هره ورځ دغه مسله په جدي ډول تعقیب کوو او هڅه کوو چې دا مسله ژر تر ژره حل کړو. د دى لپاره، سربیره پردې چې پدې وروستیو کې د سفارت لخوا د «Post Italiane» پوسټ دفتر ته رسمي شکایت لیږل شوی، زه به ژر د دې پوست مرکز له رئیس سره له نږدی وګورم او د دې ستونزې د حل لپاره به خبرې وکړم.

د یادونې وړ ده چې سفارت د دې ستونزې د حل لپاره بل بدیل موندلو هڅه کړې، مګر متاٌسفانه له دې پرته بل غوره انتخاب نشته، ځکه چې «Post Italiane»، د نورو بانکونو او پوسټ دفترونو په پرتله، افغانانو ته د قونسلګرۍ خدماتو پروسې لپاره دیړ سهولت وړاندې کړي. هیله لرو چې د دې بانک رییس سره د لیدو وروسته، هغه بانکي حساب چې د غیر حضوری تذکرې عاید راټولولو په مقصد غوښتنه شوې وه، پرانیستل شي. په روم کې د ا.ا.ج سفارت تل هڅه کوي چې په ایتالیا کې میشتو ټولو افغانانو ته قانونی او مساویانه خدمات وړاندې کړي او پدې برخه کې به هڅې وکړي.

بریالی اوسئ.

خالد احمد ذکریا
په روم کې د افغانستان اسلامی جمهوریت سفیر

Go to Top