په روم کې د افغانستان اسلامی جمهوريت سفارت او نمايندګی ټولو درنو مراجعينو ته په درنښت خبر ورکول کيږي چې، سفارت او قونسلی څانګه به يې د پنجشنې او جمعې ورځو، د روان ۲۰۲۱ م کال، د می پر ۱۳ او ۱۴ مه نېته، د کوچنی اختر په مناسبت تړلی وي. د سفارت او قونسلی څانګه رسميات بيرته د دوشنبې ورځ، د می پر ۱۷ مه نېته، پيل کيږي؛ درنو مراجعينو خبر ووسي.
په روم - ایټالیا کې د افغانستان اسلامی جمهوریت سفیر، خالد احمد ذکریا، په روم کې د قطر دولت سفیر، ښاغلی عبدالعزیز احمد مالکی سره تعارفي لیدنه وکړه.
پدې ناسته کې، چې په روم کې د قطر دولت په سفارت کې تر سره شوه، دواړو لوریو د افغانستان د سولې پروسې، په ځانګړي توګه د استانبول غونډې په اړه په تفصیل خبرې وکرې او د افغانستان اسلامی جمهوریت د جلالتمآب ولسمشر د سولې پر پلان او د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا، ټینګار وکړ.
په روم – ايټالیا کې د افغانستان اسلامی جمهوریت سفیر، خالد احمد ذکریا، په روم کې د هند جمهوریت سفیر، «داکتر نیلا ملهوترا» سره تعارفی لیدنه وکړه.
پدې ناسته کې، دواړو لوریو د افغانستان د سولې په پروسه کې د وروستي پرمختګونو، د افغانستان او ایټالیا تر منځ د ډیپلوماتیکو اړیکو د جوړیدو د سلمی کلیزې د لمانځنې لپاره د چمتووالي په اړه او د افغانستان او هند ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې وکړې.
په روم کې د افغانستان اسلامی جمهوریت سفیر، خالد احمد ذکریا، د ایټالیا د دفاع وزارت له دیپلوماتیک سلاکار، ښاغلی ماسیمو ماروتی سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
پدې ټیلیفوني خبرو کې، دواړو لوریو د سولې په پروسه کې د وروستي پرمختګونو او د دفاعي او امنیتي همکاریو د پراختیا، په ځانګړي توګه د افغان نظامی زده کونکو لپاره د تحصیلی بورسونو زیاتوالی په اړه بحث او تبادل نظر وکړ.
په روم - ایټالیا کې د افغانستان اسلامی جمهوریت سفیر، خالد احمد ذکریا، په روم کې د ترکیې جمهوریت سفیر، ښاغلی مرات سلیم ایسنلی سره تعارفي لیدنه وکړه.
پدې ناسته کې، چې په روم کې د ترکیې جمهوریت په سفارت کې تر سره شوه، دواړو لوریو د سولې په پروسه کې د وروستي پرمختګونو، په ځانګړي توګه د استانبول غونډې، او د افغانستان او ترکیې ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې وکړې.