خبرتیا

 

خبرتیا

 

په روم - ايټاليا کې د افغانستان اسلامي جمهوريت سفارت قونسلي څانګه ټولو درنو غوښتونکو ته خبر ورکوي چې د پاسپورت د تمديد پروسې د پيل لپاره کار روان دی او د ځينې تخنيکي ستونزو حل کيدو وروسته به دا پروسه به ډير ژر پيل شي. پدی برخه کې اړوند تغيرات به د دې نمايندګی رسمی ټولنيزو رسنيو له لارې نشريږي.

خبرتیا

دوشنبه ۱۵ سنبله ۱۴۰۰                                                 

 

خبرټيا

په  روم کې د افغانستان اسلامي جمهوريت سفارت قونسلي څانګه ټولو درنو غوښتونکو ته په  درنښت خبر ورکوي، چې له دې نه وروسته د جمعي په ورځو کې هم قونسلې چارې فعال او مراجعيينو ته خدمات وړاندې کيږي. نو د قونسلي څانګې نوی کاري ساعتونه پس له دې د سهار له ۹ بجې نه د مازديګر تر ۲ بجو پورې له دوشنبې نه تر جمعې ورځو پورې دي او په دير نږدې راتلونکې کې د نوبت اخيستو آنلاين سيستم به هم فعاله کيږي.

اعلامیه

جمعه ۱۲ وږی ۱۴۰۰

اعلاميه

سربيره ددې چې طالبان د افغانستان پايتخت ونيوه، خو د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت اساسي قانون، درې رنګه ځپيسلی بيرغ او اسلامي او دموکراتيک ارزښتونه پابرجا دی او د نوی حکومت تر جورېدو او د ايټاليا له طرفه د رسمي پيژندنې تر وخته پورې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت ارزښتونه پابرجا او د سفارت ديپلوماتونو او محلی کارمندانو خپل کاري چارې ته دوام او هېوادوالو ته د خدماتو عرضه کول به جر‎يان ولري. همداراز د سفارت رهبري، چې ايتاليې دولت ته د مارچ په څلورمه خپل اعتماد نامه تقديم کری وو لا تر اوسه د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د ځانګری استازی او سفير کبير پحيث په خپل موقف کې دی او د سفارت چاری او د دوه اړخيزه او څو ارخيزو روابطو پر ټينګښت او د هېواد د ملي منافع په غور خپل دندې ته ادامه ورکوي.

پرون د سنبلې ۱۱مه  د سفارت يو ديپلومات چې د خارجې وزارت مقام او سياسي معينيت ته اهانت همچنان د سفارت رهبري ته تهمت، توهين او تهديد او په کاری محيط کې د انارشی رامينځته کړی وو او بيا د سفير خصوصي اقامتګاه ته تللی وو، د وزارت د عالي مقام د دفتر رياست په هدايت سره د خپل دندې څخه ګوښه کړل شو او متعاقباً لاندې مسله د ايټاليا د بهرنيو چارو وزارت ته اخبار شوې. په عين حال د دغه تهديداتو په نظر نيولو سره د کوربه هېواد مقاماتو له مشورې وروسته ، که چيرې نوموری پخوانی ديپلومات په راتلونکي يو ځل بيا سفارت ته د راتک او د سفارت په شاوخوا ګرځی او مزاحمت کوي،  نو  سفارت  او د کوربه هېواد حقوقي ارګانونه هغه سره به قانوني چلند وکړی. همدارنګه، د يادونې وړ ده چې د دې ډيپلومات ادعا چې هغه د بيت المال ساتنې له امله خپل دندې څخه ګوښه کړل شو، هيڅ قانوني يا اداري اعتبار نلري ځکه چې هغه هيڅکله د دې نمايندګی مالي او اداري څانګې مسؤل نه و او دا مسله د هغه قانوني يا اداري صلاحيت کې هم ندي.

په درنښت
په  روم کې د افغانستان اسلامی جمهوريت سفارت  او نمايندګي

خبرتیا

سه شنبه، ۲ سنبله ۱۴۰۰
                                                

                                                                                                                                                                           خبرتيا

په روم کې د افغانستان اسلامي جمهوريت سفارت قونسلي څانګه ټولو درنو غوښتونکو ته خبر ورکوي، چې په افغانستان کې اوسني شرايطو ته په کتنه، د کمپيوټري پاسپورټونو سيسټم اړيکه له مرکزي سيسټم سره پرې شوې او د پاسپورټ طی مراحل د اوس لپاره درول شوی دی؛ بنااً له مرکز سره د کمپيوټري پاسپورټ سيسټم تر بيا وصلېدو، د کمپيوټري پاسپورټونو څانګې خدمات درول شوي دي.

همدا راز د ويلو ده چې، دا سفارت به ډير ژر د ختم شوي کمپيوټري  پاسپورټونو تمديد پروسه پيل کړي او د يوې خبرتيا له مخې به خپلو ګرانو هيوادوالو ته خبر ورکړي.

د ۱۴۰۰ ه.ل. کال د وږی د میاشتې په ۲ مه نېته کې، په روم – ایټالیا کې د افغانستان اسلامی جمهوریت سفیر، خالد احمد ذکریا، د ایټالیا د لومړي وزیر پخوانی مرستیال، د ایتالیا د سنا مجلس سناتور او د «لیګا» ګوند مشر، ښاغلی «Matteo Salvini» سره په سفارت کې وکتل.
د کتنې په ترڅ کې، دواړو لوریو په افغانستان کې د هر اړخیز موقت حکومت پر جوړولو ټینګار وکړ او د یوې ډلې مطلق حاکمیت په اوږدمهال کې افغانستان او سیمې ته ګواښ وباله. په عين حال کې دوارو ارخونو په افغانستان کې د خلکو د تيرو دوه لسيزو لاسته راورنې، لکه د ښځو او نجونو حقوق، د اقليتونو حقوق، د بيان آزادي او په هېواد کې د انتخابات له لوری د هېواد د زعيم ټاکل کېدل، نه د امارت په تشکيلاتي چوکات د زعيم تعيين کېدل په مواردو بحث او د دغه ارزښتنونو پر حفظ او لا پياورټيا ټينګار وکړ. همداراز د په اساسي قانون کې د دغه ارزښتونو پر تسجيل او نړيوال ټولنې لخوا د نظارت کول پر موضوع خبرې وکړې. او دا د نوی حکومت، چې د يو موقت دورې وروسته سر ته راشی، په رسميت پيژندلو يو اصلي شرط وګنله.
همدارنګه، ښاغلي «Salvini» د افغانانو سره د ملاتړ ژمنه وکړه او د هغه افغان ملکي کارکوونکو، ډیپلوماټانو او امنیتي ځواکونو چې په هیواد کې له جدي ګواښ سره مخ دي د انتقال په برخه کې د همکارۍ ژمنه وکړه.

خبرټیا

خبرټيا

په روم - ايټاليا کې د افغانستان اسلامي جمهوريت سفارت ټولو درنو مراجعینو ته خبر ورکول کیږی، چې د افغانستان د اسلامی جمهوريت د بهرنيو چارو وزارت سره د تماس نيولو او هدايت ترلاسه کولو وروسته او د دې سفارت ته د احتمالي امنيتي ګواښونو مخنيوي لپاره د ايټاليی دولت په همغږۍ سره، د سفارت او قونسلی څانګی خدمات بيرته د دوشنبې ورځ، د سنبله په ۱ مه نيټه، پېليږي.

ګرانو هیوادوالو،
خواهران و برادران گرامی،
 
السلام و علیکم و رحمت الله و برکاته
 
اینجانب به نمایندگی از همکاران ام در سفارت و نمایندگی جمهوری اسلامی افغانستان مقیم‌ روم – ایتالیا، فرا رسیدن عید سعید اضحی را به مردم متدین و عزتمند افغانستان، به ویژه هموطنان عزیز مان در کشور ايتاليا، بوسنیا هرزوگوینا و کوزوو، تبریک و تهنیت عرض می کنم.
عید قربان عید پیروزی در ادای فرمان حق، تقرب به معبود و رهنمودیست است از جانب خداوند متعال برای عملی نمودن اصول وحدت، اخوت، بشر دوستی، فداکاری، پابندی، اعتماد و تقوا. با توسل به این مبانی، جا دارد تا در این روز مبارک از تمامی نیروهای دلیر امنیتی و دفاعی کشور، داکتران، پرستاران، و کارکنان صحی که برای نجات و حفظ جان هموطنان ما از آفات طبیعی و انسانی هر روز قربانی میدهند، اظهار سپاس و قدردانی نماییم. همچنان ازبارگاه ایزد متعال التجا دارم، تا با برکت الهی خویش، مخصوصاً در این روزهای اخیر، که دشمنان افغانستان حملات بزدلانه و غیر انسانی را در کشور مان به راه انداخته اند، آنان را ابداً نابود کرده و روح مقدس شهدای معصوم مان را شاد داشته باشد.
هیله من یم، چې درانه هېوادوال مو دا اختر د خوشالۍ، سولې او امنیت په بشپړه فضا مې ونمانځي او دا اختر ورته له مینې او خوښیو ډک وي.
یو ځل بیا، ټولو وطنوالو او په تیره بیا هغو غیرتمنو ځوانانو ته چې د وطن او وطنوالو د ساتنې لپاره، له کورونو لرې، په سنګرونو کې ناست دي، د لوی اختر مبارکي وایم او د خدای ج له دربار څخه هیله من یم چې زموږ ګران هیواد، دیر ژړ یوې دایمي سولې او سراسري ثبات ته ورسوي.
 
اختر مو نیکمرغه
عیدتان مبارک

خبرټيا

 

خبرټيا

په روم کې د افغانستان د اسلامي جمهوريت سفارت او نمايندګی د قونسلۍ برخې ټولو درنو مراجعينو ته په درنښت خبر ورکول کيږي چې د «Post Italiane» پوسټې دفتر کې د نوي بانکی حساب رامينځته کولو ستونزه لاهم د ايټاليا د مغلق اداري سيسټم او بيروکراتيک پروسې له امله نده حل شوې، په دغه حال کې چې دا ستونزه حل کيږی، د افغانستان د سفير په ابتکار او د ايټاليا اړوندو چارواکو سره د رايزنی په جريان همچنان د مرکز په هدايت سره سفارت يو موقت حل لاره جوړه کړی چې په دې اساس سر له دوشنبې د زمری د مياشتې په ۱۴مه نيټه څخه د تذکرې صدورول د دغې نمايندګی څخه پيل کيږي. نو له همدې امله، هغه درنو مراجعينو چې غوښتنه يې د احصايې او معلوماتو محترم ملی ادارې لخوا تثبيت شوې، مهرباني وکړئ د سفارت د قونسلۍ برخې همکارانو څخه زنګ ته انتظار وکړئ.

د ۱۴۰۰ ه.ل. کال د چنګاښ د میاشتې په ۲۴ نېته کې، په روم کې د افغانستان اسلامی جمهوریت سفیر او دایمی استازی، خالد احمد ذکریا، د نړیوال پراختیا او حقوق سازمان (IDLO) عمومی رئیس، میرمن «Jan Beagle» ته خپل باورلیک وړاندی کړه.
پدې ناسته کې، دواړو لوریو د دې سازمان او د افغانستان سفارت ترمنځ د اړیکو په پراخولو ټینګار وکړ او په افغانستان کې د دې سازمان د برنامو په زیاتوالي خبرې وکړې.
د یادونې وړ ده چې IDLO له ۲۰۰۱ راهیسې په بیلابیلو سکتورونو لکه عدلي، قضایی او قانون جوړونې کې په افغانستان کې پام وړ فعالیتونه ترسره کړی دي، او افغانستان له ۲۰۱۲ راهیسې د دې سازمان غړیتوب لري.
 

 

خبرټیا

خبرټيا

 

په روم کې د افغانستان اسلامی جمهوريت سفارت او نمايندګی ټولو درنو مراجعينو ته په درنښت خبر ورکول کيږي چې سفارت او قونسلی څانګه به يې د روان ۲۰۲۱ م کال، د جولای د ۱۹ مه نېته څخه  تر  ۲۳ مه نېته پوری، د عرفې ورځ او د لوی اختر په مناسبت تړلی وي. درنو مراجعينو خبر ووسي.

 

Go to Top