خالد احمد ذکریا، په روم کې د افغانستان اسلامي جمهوریت سفیر په دې وروستیو کې د «Rai» رادیو تلویزیون له فعال خبریال ښاغلي نیکو پیرو سره لیدنه وکړه او د ذی ربط د مسایلو په اړه، بحث او تبادل نظر وکړي. د افغانستان سفیر د ښاغلي پیرو، چې څو څو وارې یې له افغانستان څخه لیدنه وکړې، د کار او فعالیتونو ستاینه وکړه، او په راتلونکي کې یې ورسره د نورو همکاریو په اړه خبرې وکړې.
په روم – ایتالیا کې د افغانستان اسلامی جمهوریت سفارت قونسلي څانګه ټولو درنو غوښتونکو ته خبر ورکوي، چې سفارت ته له راتلو دمخه د پاسپورت غوښتونکي، باید خپل وپیژند پاڼئ اصلی نسخه ولري، چې د نفوسو د احوال ثبتولو محترم ریاست څخه منلې وي.
ياده دې وي، چې د وپیژند پاڼئ پورې اړوند ټولو خدماتو (د تذکرې تاٌییدۍ/ د زیږ نېتی د سمون/ د نوم سمون/ د زیږ ځای د سمون/ د کورنی نوم (تخلص) لیکل/ د مثنی تذکرې اخیستل/ د انځور لګول/ انځور نوی کول) لپاره آنلاین لینک ته د لاسرسی لپاره، مهرباني وکړئ پورته ویډیو لارښود ته مراجعه وکړئ.
په ورته وخت کې په هیواد کې د ملي ماتم له اعلان سره او په لوګر ولایت کې د غویی د اتم او د کابل د سید الشهدا ښوونځی د غویی اتلسمه تروریستي بریدونو د قربانیانو او شهیدانو روح ته د درناوي له امله، د افغانستان ملی بیرغ به د نن لپاره په روم کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د سفارت په نیمه اوچت حالت کې به پاتې شی.