په روم کې د افغانستان د اسلامي جمهوريت سفارت شارژدافير محترم وجيهه قاضي زاده، د سازمان ملل د خوړو او کرنې اداره د ځنګلونو کميټې پنځه ويشتمه ناستې کې ګډون او وينا وکړ.
اغلی قاضي زاده د مخ په ودې هيوادونو کې د ځنګلونو لپاره د سازمان ملل پر ملاتړ ټينګار وکړ، او په تيرو څلورو لسيزو کې د ناامنۍ او جګړو له امله د هيواد د طبيعي سرچينو په ځانګړي توګه طبيعي ځنګلونو د له مينځه وړو او د هغوی د خوندي کولو او ساتنې پروسې په اړه خبرې وکړې.
په روم کې د افغانستان اسلامی جمهوريت سفارت د لوی اختر د رارسيدو په مناسبت د افغانستان ټول متدين او با عزت خلکو ته، او په ځانګړې توګه د ايتاليا ميشتو هيوادوالو ته د زړه له کومې مبارکي وايې.
لوی اختر د حق د حکم اطاعت بريا، خدای ته نږدی کيدو او دڅښتن تعالی له لوری د سرښندنی، باور، تقوا او در ژمنتوب اصولو ته غاړی ايښودولو لارښود دی. د لوی اختر د لارښووني پر بنسټ، پدی مبارکه ورځ غوارو زموږ د ملي امنيتي ځواکونو او ټولو روغتيايي کارکوونکو څخه مننه وکړو، چې هره ورځ قربانی ورکوي ترڅو د طبيعي او انساني آفاتو څخه هيواد او هيوادوال ساتي.
اختر مو نيکمرغه!
په روم کې د افغانستان د اسلامی جمهوری سفارت شارژدافير، محترمه وجيهه قاضی زاده نن مازديګر په روم کې د اسټرالیا سفيرې مېرمن مارګاریت تومی سره د افغانستان په سفارت کې وکتل.