د ا.ا.ج سفير په ايتاليا کې د خوړو نړيوال پروګرام (WFP) اجرايي رييس ته خپل باورليک وړاندې کړه.
||||
||||
په روم کې د افغانستان اسلامی جمهوریت سفير او په روم کې د ملګرو ملتونو سازمانانو ته د افغانستان استازی، خالد احمد ذکریا، نن د ۱۴۰۰ کال د غویی په ۶ مه کې، په ايتاليا کې د خوړو نړيوال پروګرام (WFP) اجرايي رييس، ښاغلي ديويد بيزلي ته خپل باورليک وړاندې کړه.
پدې ناسته کې، دواړو لوریو په افغانستان کې د خوړو د امنیت په اهمیت، په ځانګری توګه اوس چې ډیرې پانګونې د سولی پروسې ته متمرکز وي، او پدې برخه کې د ظرفیت لوړولو څرنګوالي په اړه، خبړی وکرې.
Published in: خبرونه
Read 522 times