د افغانستان سفیر خپل باور لیک د IDLO عمومي رئیس ته وړاندې کړل
|||
|||
د ۱۴۰۰ ه.ل. کال د چنګاښ د میاشتې په ۲۴ نېته کې، په روم کې د افغانستان اسلامی جمهوریت سفیر او دایمی استازی، خالد احمد ذکریا، د نړیوال پراختیا او حقوق سازمان (IDLO) عمومی رئیس، میرمن «Jan Beagle» ته خپل باورلیک وړاندی کړه.
پدې ناسته کې، دواړو لوریو د دې سازمان او د افغانستان سفارت ترمنځ د اړیکو په پراخولو ټینګار وکړ او په افغانستان کې د دې سازمان د برنامو په زیاتوالي خبرې وکړې.
د یادونې وړ ده چې IDLO له ۲۰۰۱ راهیسې په بیلابیلو سکتورونو لکه عدلي، قضایی او قانون جوړونې کې په افغانستان کې پام وړ فعالیتونه ترسره کړی دي، او افغانستان له ۲۰۱۲ راهیسې د دې سازمان غړیتوب لري.
Published in: خبرونه
Read 606 times