اعلامیه

اعلامیه
   
||| ||| |||

جمعه ۱۲ وږی ۱۴۰۰

اعلاميه

سربيره ددې چې طالبان د افغانستان پايتخت ونيوه، خو د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت اساسي قانون، درې رنګه ځپيسلی بيرغ او اسلامي او دموکراتيک ارزښتونه پابرجا دی او د نوی حکومت تر جورېدو او د ايټاليا له طرفه د رسمي پيژندنې تر وخته پورې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت ارزښتونه پابرجا او د سفارت ديپلوماتونو او محلی کارمندانو خپل کاري چارې ته دوام او هېوادوالو ته د خدماتو عرضه کول به جر‎يان ولري. همداراز د سفارت رهبري، چې ايتاليې دولت ته د مارچ په څلورمه خپل اعتماد نامه تقديم کری وو لا تر اوسه د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د ځانګری استازی او سفير کبير پحيث په خپل موقف کې دی او د سفارت چاری او د دوه اړخيزه او څو ارخيزو روابطو پر ټينګښت او د هېواد د ملي منافع په غور خپل دندې ته ادامه ورکوي.

پرون د سنبلې ۱۱مه  د سفارت يو ديپلومات چې د خارجې وزارت مقام او سياسي معينيت ته اهانت همچنان د سفارت رهبري ته تهمت، توهين او تهديد او په کاری محيط کې د انارشی رامينځته کړی وو او بيا د سفير خصوصي اقامتګاه ته تللی وو، د وزارت د عالي مقام د دفتر رياست په هدايت سره د خپل دندې څخه ګوښه کړل شو او متعاقباً لاندې مسله د ايټاليا د بهرنيو چارو وزارت ته اخبار شوې. په عين حال د دغه تهديداتو په نظر نيولو سره د کوربه هېواد مقاماتو له مشورې وروسته ، که چيرې نوموری پخوانی ديپلومات په راتلونکي يو ځل بيا سفارت ته د راتک او د سفارت په شاوخوا ګرځی او مزاحمت کوي،  نو  سفارت  او د کوربه هېواد حقوقي ارګانونه هغه سره به قانوني چلند وکړی. همدارنګه، د يادونې وړ ده چې د دې ډيپلومات ادعا چې هغه د بيت المال ساتنې له امله خپل دندې څخه ګوښه کړل شو، هيڅ قانوني يا اداري اعتبار نلري ځکه چې هغه هيڅکله د دې نمايندګی مالي او اداري څانګې مسؤل نه و او دا مسله د هغه قانوني يا اداري صلاحيت کې هم ندي.

په درنښت
په  روم کې د افغانستان اسلامی جمهوريت سفارت  او نمايندګي

Read 675 times

More in this category:

Go to Top