خبرتیا
|||
|||
سه شنبه، ۲ سنبله ۱۴۰۰
خبرتيا
په روم کې د افغانستان اسلامي جمهوريت سفارت قونسلي څانګه ټولو درنو غوښتونکو ته خبر ورکوي، چې په افغانستان کې اوسني شرايطو ته په کتنه، د کمپيوټري پاسپورټونو سيسټم اړيکه له مرکزي سيسټم سره پرې شوې او د پاسپورټ طی مراحل د اوس لپاره درول شوی دی؛ بنااً له مرکز سره د کمپيوټري پاسپورټ سيسټم تر بيا وصلېدو، د کمپيوټري پاسپورټونو څانګې خدمات درول شوي دي.
همدا راز د ويلو ده چې، دا سفارت به ډير ژر د ختم شوي کمپيوټري پاسپورټونو تمديد پروسه پيل کړي او د يوې خبرتيا له مخې به خپلو ګرانو هيوادوالو ته خبر ورکړي.