د پاسپورټ د تمدید پروسې او نورو قونسلۍ خدماتو په اړه خبرتیا

د پاسپورټ د تمدید پروسې او نورو قونسلۍ خدماتو په اړه خبرتیا
   
||| ||| |||
ګرانو هیوادوالو،
 
د احتمالي امنیتي ګواښونو او همدارنګه په دغه سفارت کې د کارکوونکو د کمښت په پام کې نیولو سره چې په هیواد کې د وروستیو تحولاتو له امله رامنځته کیږي، یو ځل بیا په روم کې د ا.ا.ج سفارت ټولو درنو مراجعینو ته خبر ورکوي، چې د ګڼې ګوڼې د مخنیوي او د درنو مراجعینو لپاره پر وخت او غوره قونسلی چارې خدمات د وړاندې کولو په موخه، له اوس څخه دا سفارت به یوازې د ملاقات وخت په اساس خدمات وړاندې کوي.
د ملاقات د وخت د ټاکنې لپاره، درنو غوښتونکو کولی شي هره ورځ له دوشنبې څخه تر جمعې د ماسپښین له ۱ بجو څخه تر ۳ بجو پورې لاندې شمیرو ته زنګ ووهئ:
 
0669423921
0669302371
 
درنو مراجعینو مخکې له دې چې سفارت ته مراجعه وکړي، باید د ملاقات وخت ولري. سفارت هغه مراجعینو ته خدمات نه شي وړاندې کولای چې د ملاقات وخت و نه لري.
همدارنګه، د قونسلۍ برخه کې د شفافیت په موخه، سفارت د دې خبرتیا له لارې، د ټولنیزو رسنیو په پاڼو، د رسمي ویب پاڼه او د سفارت دروازې مخې ته د مختلفو قونسلۍ خدماتو بیې ښودلې، ترڅو په راتلونکي کې د اسنادو د بیې برخه، هر ډول ځند او یا غلط فهمی مخه ونیول شي:
۱- د پاسپورټ د تمدید سټیکر: (د 5 کلونو لپاره د تمدید بیه 120 یورو او د عاجل تمدید بیه 170 یورو)؛ هغه مراجعینو چې خپل پاسپورتونه یې له لاسه ورکړي او د سفر جوازنامه (Titolo di Viaggio) ته اړتیا لري، باید د پاسپورت د تمدید او د سند بیې (۱۳۰ یورو) پرداخت کړي.
۲- د وکالتنامې تاییدول او صادرول (محصول ۱۲۵ یورو)
۳- د حصر وراثت وثیقه تايیدول او صادرول (محصول ۱۲۵ یورو)
۴- د مجرد خط تاییدول (محصول ۵۰ یورو) او صادرول (محصول ۱۲۵ یورو)
۵- د پيدایښت سندپاڼې صادرول (محصول ۵۰ یورو)
۶- د نکاح خط تاییدول (محصول ۵۰ یورو) او صادرول (محصول ۱۲۵ یورو)
۷- د تابعیت تذکرې تايیدول (محصول: ۵۰ یورو)
۸- د قرابت سند تاییدول او صادرول ( محصول: ۵۰ یورو)
۹- د عدم مسئوولیت سند تاییدول (۱۰ یورو) او صادرول (۵۰ یورو)؛ هغه مراجعینو چې خپل عدم مسئوولیت سند له لاسه ورکوي باید ۵۰ یورو محصول پرداخت کړي. د مراجعینو د ستونزو د حل په موخه به له اوس څخه سفارت د غوښتونکي سره له مرکې او د دوو شاهدانو په شتون کې د مسئولیت نه لرلو سند اجرا کوي.
Read 962 times

Last modified on سه‌شنبه, 23/09/1400

Go to Top