د افغانستان سفير د بولونیا پوهنتون د سياسي او ټولنيزو علومو په پوهنځی کې د «افغانستان: پرون، نن او سبا» تر سرليک لاندې یو علمی سیمینار وړاندې کړ
|||||||||||
|||||||||||
د ۱۴۰۰ ه.ل. کال د تله د میاشتې په ۲۱ مه نېته کې، په ايټاليا کې د افغانستان اسلامي جمهوريت سفير، خالد احمد ذکريا، د بولونیا پوهنتون د سياسي او ټولنيزو علومو په پوهنځی کې د «افغانستان: پرون، نن او سبا» تر سرليک لاندې یو علمی سیمینار وړاندې کړ. دا سیمینار چې تر سلو زیاتو ګډونوالو په کې برخه اخیستې وه، په افغانستان کې د وروستیو تحولاتو او په سیمه او نړۍ کې د دوی اغیزو په اړه د محصلینو د پوهاوي د کچې لوړولو په موخه پیل شوې وه. په خپله وینا کې، د افغانستان سفیر لومړی په تیرو دریو پیړیو کې په سیمه ایزو او نړیوالو تحولاتو کې د افغانستان د رول په اړه لنډې خبرې وکړې، او ورپسې یې د هیواد اوسني وضعیت، په ځانګړي ټوګه په کابل کې د طالبانو نامشروع ادارې، او د افغانستان راتلونکی فرصتونه او ننګونې په اړه خبرې وکړې.