سفیر خالد احمد ذکریا، د «نړیوال سیاست د مطالعاتو مرکز» عمومی رئیس سره وکتل
||||
||||
په روم – ایټالیا کې د افغانستان اسلامی جمهوریت سفیر، خالد احمد ذکریا، د ايټالیا له اکادمیک او تحقیقی مراکزو سره د ناستو په دوام، «د نړیوال سیاست د مطالعاتو مرکز(Centro Studi di Politica Internazionale) » عمومی رییس، ښاغلی Daniele Frigeri، سره د زوم له لارې، خبرې وکړې.
پدې ناسته کې، دواړو لورو په افغانستان کې د اړوندو مراکز او د دې انسټیټیوټ ترمنځ د همکارۍ پر رامینځته کول، د دې سازمان په کوربه توب د سیمینارونو او بحثونو په ترسره کول، د تحقیقی او علمی مقالو لیکلو په ګډه کار کول، د افغانستان د علمی او څیړنیزو نخبگانو لپاره د تحصیلی/کاري فرصتونو (Fellowship) رامینځته کول او د یوه لابی گروپ جوړولو په اړه، بحث او خبرې وکړې.
Published in: خبرونه
Read 685 times