سفیر خالد احمد ذکریا د «نړیوالو چارو د انستیتوت» عمومی رئیس سره وکتل
||||
||||
په روم – ایټالیا کې د افغانستان اسلامی جمهوریت سفیر، خالد احمد ذکریا، د ايټالیا له اکادمیک او تحقیقی انستیتونو سره د ناستو په دوام، «د نړیوالو چارو د انستیتوت» (International Affairs Institute) عمومی رییس، ښاغلی سفیر نیلی فیروچی، سره وکتل.
پدې ناسته کې، دواړو لورو په افغانستان کې د اړوندو مراکز او د دې انسټیټیوټ ترمنځ د همکارۍ پر رامینځته کول، د دې سازمان په کوربه توب د سیمینارونو او بحثونو په ترسره کول، د تحقیقی او علمی مقالو لیکلو په ګډه کار کول او د یوه لابی گروپ جوړولو په اړه، بحث او خبرې وکړې.
Published in: خبرونه
Read 599 times