په روم کې د بریتانیا سفیرې او په روم کې د آلمان سفیر سره د افغانستان سفیر لېدنه
|||||
|||||
په روم کې د افغانستان اسلامی جمهوریت سفیر، خالد احمد ذکریا، په روم کې د بریتانیا سفیرې، میرمن جیل مورس او په روم کې د آلمان سفیر، ښاغلی وکتور آلبینګ سره په جلا جلا توګه وکتل.
په دغو کتنو کې، دواړو لوریو په روم کې د داعش ضد نړیوال ائتلاف قریب الوقوع غونډې په اړه خبرې وکړې او د دوه اړخیزو اړیکو پراختیا او په روم کې د دې سفارتونو ترمینځ د راتلونکي ګډې همکارۍ په هکله، بحث او تبادل نظر وکړ.
Published in: خبرونه
Read 734 times