اعلامیه

اعلامیه
   
||| ||| |||

د ناسوبتيا (غيابي) پېژند پاڼې (تذکرې) انلاين چوپړتيا (خدماتو) د پيل په اړه په روم کې د افغانستان اسلامي جمهوريت سفارت اعلاميه

په روم کې د افغانستان سفارت قونسلي څانګه ټولو درنو غوښتونکو ته خبر ورکوي، چې د غوره چوپړ وړاندې کولو او په چارو کې د اسانتياو رامنځ ته کولو په موخه د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت او په روم کې د افغان سفارت د ګټورو هڅو په پايله کې د افغان تابعيت پېژندپاڼې (تذکرې) چارې په انلاین توګه پېلېږي.

په روم کې د افغانستان سفارت قونسلي څانګه افغان کډوالو ته د اسانتياو برابرولو په موخه د بهرنيو چارو وزارت د اصلاحي پروګرامونو په لړ کې د څو مياشتو را هیسې د قونسلي چارو درانه ریاست او د مرکزي احصائيې او مالوماتو درانه ریاست سره په ګډه بحثونه او منظمه همکاري درلوده؛ ترڅو وکولی شو د تابعيت پېژند پاڼې (تذکرې) تر لاسه کولو چارې اسانه او ګران هېوادوال وکولی شي، په کم وخت کې پېژند پاڼه (تذکره) واخلي.

له دې وروسته په روم کې مېشت افغانان اړتیا نه لري، د تابعيت پېژندپاڼې (تذکرې) تر لاسه کولو په موخه لکه د وکیل نيولو او کابل ته د اسنادو لېږلو اوږد او سخت مزل تر سره او په زیات لګښت سره اوونۍ او مياشتې د پېژند پاڼې (تذکرې) لپاره تم پاتې شي.

د یادې پروسې په پېلېدو سره د ناسوبتیا (غېر حضوري) پېژند پاڼې (تذکرې) ټول غوښتونکي کولی شي، د هېواد نافذه قانونو او مقرراتو په رڼا کې په انلاین توګه د زېږ نېټې د سمون/ د نوم د سمون/ د زېږ ځای د سمون / د کورني نوم (تخلص) لیکل/ د بلې (مثنی) پېژند پاڼې (تذکرې) اخیستل/ د انځور لګول/ انځور نوی کول او د پېژند پاڼې (تذکرې) د منلو (تائيدۍ) فورمه په سمه توګه ډکه او د نفوسو او احوالو د ثبت ادارې له منلو (تائیدۍ) وروسته په لږ وخت کې خپله پېژند پاڼه (تذکره) د سفارت له قونسلي څانګې څخه تر لاسه کړي.

په روم کې د افغانستان سفارت ټولو هېوادوالو ته ډاډ ورکوي، چې د پېژند پاڼې (تذکرې) د وېش چارې به رڼې او دقيقې وي او هېڅ چاته، چې کره سندونه ونه لري، دغه چوپړتیا (خدمات) نه تر سره کېږي.

په روم کې د افغانستان سفارت، د بهرنيو چارو وزارت له مشرتابه، د مرکزي احصائيې او مالوماتو درنې ادارې او د نفوسو او احوالو د ثبت ادارې څخه د زړه له کومي مننه کوي، چې تل يې د عملي طرحو او د نوموړي بهیر د پلی کولو په برخه کې ځانګړې پاملرنه کړې.

یاده دې وي، چې د نورو لارښوونو او انلاین فورمونو د تڼۍ (لینک) په اړه به په ټولیزه توګه ډېر ژر تاسې سره نور مالومات هم شریک شي.

 

لارښود ویدیو: https://www.youtube.com/watch?v=VaK3kpYZ8ng

درناوی

په روم کې د افغانستان اسلامي جمهوريت سفارت او نمایندگي

Read 625 times

Last modified on دوشنبه, 20/11/1399

Go to Top