په کابل کې د بهرنيو چارو وزارت په دروازه کې د چاودنې له امله په روم – ايټاليا کې د افغانستان د اسلامي جمهوريت د سفارت د خواشينۍ پيغام
|||
|||
په کابل کې د بهرنيو چارو وزارت په دروازه کې د چاودنې له امله په روم – ايټاليا کې د افغانستان د اسلامي جمهوريت د سفارت د خواشينۍ پيغام
په ډېرې خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ، چې د افغانستان اسلامي جمهوريت (ا.ا.ج.) د بهرنيو چارو وزارت يو شمېر تجربه لرونکي او مسلکي همکاران چې په تيرو دوو لسيزو راهيسې د بهرنيو چارو وزارت په مرکزی شعباتو او په بهر کې د افغانستان د سياسی او قونسلی په نمايندګيو خلکو ته خدمت وړاندی کړی وو، د ۱۴۰۱ کال د مرغومې د مياشتې په ۲۱ مه نيټه په کابل ښار کې د بهرنيو چارو د وزارت په دروازه کې د ځانمرګي بريد په پايله کې شهيد او ټپی شول.
إِنَّا لِلَّهِ وَإِنَّا إِلَیْهِ رَاجِعُونَ
په روم – ايټاليا کې د افغانستان ا.ج. سفارت او نمايندګۍ، د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت پر کارکوونکو دغه بزدلانه بريد په کلکه غندی او د نوموړی پيښې شهيدانو ته جنت الفردوس او د مجروحينو ته عاجل شفا غوښتونکې دي.
د پرون ورځې بريد د افغانستان خلکو او په ځانګړې توګه د هيواد د کدرونو او د بهرنيو چارو وزارت په ګډون د مختلفو مهمو بنسټونو کارپوهان پر وړاندی د تيرو دوو لسيزو د ځانمرګو بريدونو دوام بلل کيږی او د کابل د غيرقانونی واکمنې ادارې د بې غورۍ څرګندونه کوي.
په روم – ايټاليا کې د افغانستان ا.ج. سفارت او نمايندګۍ، د خپلواکو نړيوالو بنسټونو څخه د جدي او بی طرفه څېړنې غوښتنه کوی او همداراز په ايتاليا کې له دولتي او غير دولتي ادارو، د مېشتو نړيوالو موسسو او د افغانانو ټولنې څخه غوښتنه کوو چې د قربانيانو له کورنيو سره د يو بل په همغږۍ لازمی مرستي وکړي.