د قونسلۍ له برخې څخه د ترلاسه شویو عایداتو او د سفارت د معاشونو او مصارف په اړه خبرتیا
|||
|||
د افغانستان د اسلامي جمهوریت سفارت او نمایندگی په ایټالیا کې، خصوصا د سفیر خالد احمد زکریا د دندې پیلیدو له مودې راهیسې او د ۲۰۲۱ کال د اګست د ۱۵ نیټې د تحولاتو وروسته چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د حکومت د سقوط لامل شو، د قونسلۍ له برخې څخه د ترلاسه شویو عایداتو او همدارنګه د سفارت د معاشونو او مصارف د ورکړې په برخه کې د شفافیت او حساب ورکونې د اصولو د ساتلو په موخه لاندې تدابیر نیولي دي:
۱. د بريښنایی بانکدارۍ سیسټم رامینځته کول ترڅو د ویزو د صادرولو، د پاسپورټ تمدیدول او نورو تصادیقو لپاره فیسونو یوازې د مراجعینو د بانکي کارتونو له لاړې راټول کړي. د دی لاړی سره، دا عواید په مستقیم ډول د سفارت بانکی حساب کی واردیږی.
۲. د افغانستان د اسلامي جمهوریت د حکومت له سقوطو وروسته د کوربه هیواد (ایټالیا) د مرکزي بانک لخوا د لګول شوي محدودیتونو پراساس، د سفارت څلور بانکي حسابونو یوه بانکي حساب ته کمول شوی چې د ورته حساب څخه معاشونه او مصارف مرکزي بانک ته د رسمي اسنادو له وړاندې کولو او د هغوی د تایید ترلاسه کولو وروسته، ورکول کیږي.
۳. د سفارت د مصارفو، معاشونو او نورو چارو په اړه د ایټالیا مرکزي بانک او د کوربه هیواد د نورو ادارو ته د دقیقو معلوماتو د وړاندې کولو لپاره، یو تجربه لرونکي ایټالوي حقوقی وکیل استخدام.
۴. د سفارت په قونسلۍ او نورو برخو کې د هغو ډيپلوماټانو او تخنيکي کارکوونکو پر ځاى چې تېر کال يې خپلې دندې پرېښودې، د تجربه لرونکو سيمه ييزو کارکوونکو استخدام.
۵. په ایټالیا کې د میشته افغانانو اتحادیو ته بلنه ورکول ترڅو چې د سفارت د چارو او په ځانګړې توګه د قونسلۍ په برخه کې د عوایدو د لوړولو ارزونه وکړي، او د قونسلۍ خدماتو د ښه والی لپاره د هغوی مشورې ترلاسه کړي.
په روم-ایټالیا کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت سفیر او د سفارت غړي به د سفارت ټولې چارې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د قوانینو او د مسلکيتوب د اصولو پر بنسټ پرمخ وړي او هرکله چې زموږ په ګران هیواد افغانستان کې یو ټول منونکی او ټول شموله مشروع دولت رامینځته شي او د کوربه هیواد لخوا په رسمیت وپیژندل شي، سفارت به د هغه ملي ادارې ته د ځواب ویلو مسؤلیت او مکلفیت ولري. اوس مهال د بهرنیو چارو وزارت، مرکزي بانک او د کوربه هیواد نورو اړوندو ادارې او په روم کې میشت نړیوال سازمانونه د یوازیني رسمي مسؤلو بنسټونو په توګه د دغه سفارت او نمایندګۍ ټولې چارې تر ارزونې او څارنې لړي.
Published in: خبرونه
Read 686 times