د "افغانستان راتلونکی: د اساسي قانون پرتلې تحلیل" کنفرانس
|||||||||||||||||||||
|||||||||||||||||||||
د ۲۰۲۲ کال د اکټوبر په ۲۸ او ۲۹ نېټه، په روم – ایټالیا کې د افغانستان اسلامي جمهوریت سفارت او استازی د بولونیا پوهنتون په ګډه همکارۍ د "افغانستان راتلونکی: د اساسي قانون پرتلې تحلیل" تر سرلیک یوه کنفرانس په مجازی او حضوری توګه د بولونیا پوهنتون د سیاسي او ټولنیزو علومو په پوهنځي او په روم کې د افغانستان سفارت کې ترسره کړ.
په دې پروګرام کې د ايټاليا او نورو هېوادونو د بېلابېلو پوهنتونونو استادانو، د حقوقي او اساسي قانون کارپوهانو، د پارلمان غړو، په بېلابېلو هېوادونو کې افغان ډيپلوماتانو او مدني او د ښځو حقوق فعالانو د جمهوري رياست د دموکراتيکو ارزښتونو د ساتلو او د افغان حکومت پر وړاندې در ورستنی شلو کلونو د ۱۳۸۲ کال د تصویب شوی اساسی قانون د تطبیق پر وراندی پر مشکلاتو خبرې وکړې، او په افغانستان کې د نوي حکومت د جوړیدو په صورت کې د یادو مشکلاتو د لرې کولو او د اساسي قانون د تطبیق د بهیر د اسانتیا په موخه خپل علمي وړاندیزونه وړاندې کړل.
په روم – ایټالیا کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت سفارت او استازی او د بولونیا پوهنتون دغه علمي کنفرانس د لاندې اعلامیې په خپرولو سره پای ته ورساوه.
Published in: خبرونه
Read 708 times