Print this page

د قران عظيم الشان ختم

د قران عظيم الشان ختم
   
د قران عظيم الشان ختم
   
د قران عظيم الشان ختم
   
د قران عظيم الشان ختم
   
د قران عظيم الشان ختم
   
د قران عظيم الشان ختم
   
د قران عظيم الشان ختم
   
د قران عظيم الشان ختم
   
|||||||||| |||||||||| ||||||||||
د افغانستان اسلامي جمهوريت د بهرنيو چارو وزارت يو شمېر تجربه لرونکي او مسلکي همکاران چې په تيرو دوو لسيزو راهيسې د بهرنيو چارو وزارت په مرکزی شعباتو او په بهر کې د افغانستان د سياسی او قونسلی په نمايندګيو خلکو ته خدمت وړاندی کړی وو، د ۱۴۰۱ کال د مرغومې د مياشتې په ۲۱ مه نيټه په کابل ښار کې د بهرنيو چارو د وزارت په دروازه کې د ځانمرګي بريد په پايله کې شهيد او ټپی شول.
له همدې امله، په روم کې د افغانستان د اسلامي جمهوريت سفارت او نمایندګی د يکشنبې په ورځ د ۱۴۰۱ کال د مرغومې د مياشتې په ۲۵ نېټه د شهيدانو روح ته د دعا او د زخمیانو ته عاجله شفا په موخه، د قران عظيم الشان ختم ترسره کړل، چی په دغه مراسمو کی د ایټالیا د یو شمېر افغانانو انجمنونو، ځینی ایتالیایی مرسته کوونکی نهادونو غړو او افغان محصلینو ګډون کړی وو.
Read 683 times