په پاکستان کې د افغان مهاجرينو او پناهجويانو د ماشومانو توقيف په اړه په روم - ايټاليا کې د افغانستان د اسلامي جمهوريت د سفارت او نمايندګی اعلاميه
|||
|||
په روم، ايتاليا کې د افغانستان د اسلامي جمهوريت سفارت او نمايندګۍ د څو معتبرو راپورونو لکه د پاکستان د بشری حقونو د ملی کميسيون د دې مياشتې د راپور او د افغان کډوالو د دفاع شورا پر بنسټ د پاکستان د کراچۍ په «بخشي خانه» زندان کې د افغان کډوالو په ځانګړې توګه د ښځو او ماشومانو د وضعيت په اړه خپله ژوره اندېښنه څرګندوي. د دغو افغان مهاجرينو نيول د ملګرو ملتونو د ۱۹۵۱ کال د مهاجرينو له کنوانسيون څخه سخته سرغړاوی بلل کيږي، ځکه د افغانستان اوسني ناوړه وضعيت ته په کتو سره، د دغه کنوانسيون غړي هيوادونه نه شي کولای هغه مهاجرين توقيف کری چې په غير قانوني توګه بل هيواد ته داخليږي او ژوند ته يې جدي خطر وي. همدارنګه، د UNHCR د لارښوونو سره سم، ماشومان بايد پرته له دې چې د مور او پلار قانوني کډوالۍ حقوقی وضعيت څه دی، توقيف نشي.
په روم کې د افغانستان د اسلامي جمهوريت سفارت او نمايندګی يو ځل بيا په ټينګار سره دا ډول د ماشومانو توقيف کول له بشری حقونو څخه ښکاره سرغړونه بولی او د ملګرو ملتونو د کډوالو له عالي کمېشنرۍ څخه غوښتنه کېږي چې په پاکستان کې د افغان کډوالو او ماشومانو د وضعيت په اړه ځانګړې پاملرنه وکړی او د دوی وضعيت په اره ژر تر ژره لازم اقدامات وشی.