خبرتیا

خبرتیا
   
||| ||| |||
خبرتيا
 
د پاسپورت د تمديد سټيکرونو د عدم اعتبار په اړه د ځينو ګرانو مراجعينو انديښنو په پام کې نيولو سره، په روم کې د افغانستان د اسلامي جمهوريت سفارت ټولو ته خبر ورکوي چې د دغه سفارت لخوا صادر شوي سټيکرونه د يو مرکزي ادارې له خوا په اروپا کې د افغانستان ا.ج. ټولو سفارتونو او جنرال قونسلګريو ته چاپيږي، او قانوني او حقوقی اعتبار لري. د ځينو هيوادونو (لکه پاکستان) لخوا د پاسپورټ د تمديد سټيکرونو نه منل، يو سياسی جنبه لړي او د هغه هيواد د ځانګړو پاليسيو پراساس دي.
همدا راز د ويلو ده چې په روم کې د افغانستان اسلامي جمهوريت سفارت د معلوماتو او خبرتيا ورکولو کی يوازينۍ رسمي سرچينه ده، له همدې امله د سفارت رسمي ويبسايت او رسمي ټولنيزو رسنيو څخه پرته د هيڅ کوم بله آدرس څخه معلومات او خبرتيا د سفارت په اړه اعتبار نلړی.
Read 610 times
Go to Top