د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ډیپلوماتیکو مأموریتونو بیانیه، پر افغانستان د طالبانو د پوځي واکمنۍ کلیزه
د ۱۴۰۱ کال د زمري څلورویشتمه، د ۲۰۲۲ کال د آګست پنځلسمه
نن د طالبانو لخوا د افغانستان د جبري نیولو او نیواک څخه یو کال تیریږي، چې له امله یې هیواد په ژور سیاسي، اقتصادي، ټولنیز او بشري ناورین کې ډوب شو. افغانان له اساسي خدمتونو بې برخې او له بشري حقونو څخه د سرغړونو او ناوړه ګټهاخیستنې، بېوزلۍ، جبر او وېرې سره مخ دي. د طالبانو ډلې جنګیالیو د افغانستان د خلکو او نړیوالې ټولنې هغه لاستهوړانې چې له ۲۰۰۱ کال راهیسې د ګډو هڅو او قربانیو له لارې تر لاسه شوې وې؛ تقریباً په یوه شپه کې په اوبو لاهو کړې.
طالبانو ته د هغوی د تاوتریخوالي او ناروا ماهیت سره سره د ټولو افغانانو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د اساسي حقونو، ټولګډونه او ټاکنیزې حکومتولۍ او نورو بنسټیزو مسئلو په اړه د څرګندو ژمنو د ترسرهکولو فرصت ورکړل شو. ډېری هیوادونو او نړیوالو سازمانونو لدې ډلې سره د خبرو اترو او ښکیلتیا پالیسي غوره کړه، په دې هیله چې دا ډول تعامل به د خلکو د هیلو سره سم د طالبانو چلند او عمل باندې مثبت اغېز ولري.
د یو کال په تېرېدو سره، طالبان په بشپړه توګه د خپلو ټولو ژمنو په عمليکولو کې په بشړه توګه پاتې راغلي او خپلې سختدریځې تګلارې او لارښوونې یې یو ځل بیا پلې کړي دي. د نورو مواردو تر څنګ، دې ډلې په ثانوي زدهکړو کې د نجونو ګډون منع کړی او په سیستماتیک ډول یې د ښځو او نجونو د کار کولو او په عام ژوند او ټولنه کې د هغوی د رغنده ونډې د لوبولو بنسټیز حق محدود کړی دی. له زدهکړو څخه د نجونو منعکول نه یواځې دا چې له بشري حقونو څخه جدي سرغړونه بلل کیږي، بلکې د هېواد پرمختګ او راتلونکې هم له خطر سره مخامخ کوي.
خپلسري توقیفونه، د ښځینه فعالانو جبري یرغملکول، جبري بېځایه کیدل، ډلهییز مجازات، د لږکیو ډلو په ګډون، د رسنیو ځپل، غیر قانونی وژنې او شکنجهکول، د ملي امنیتي ځواکونو د پخوانیو غړو او دولتي چارواکو په ګډون، د طالبانو تر واکمنۍ لاندې عادي کړنې دي. دا ډول کړنو، د مطلقې وېرې او فزيکي او رواني ناامنیو داسې یوه فضا رامنځته کړې چې په سلګونو زره افغانان يې د هېواد پرېښودلو ته اړ کړي دي.
طالبانو په پر لهپسې توګه، د یوه ټولګډونه او ټاکنیز حکومت د جوړولو لپاره چې په هېواد کې د سیاسي ثبات او د ملي باور د ټینګښت لپاره مهمه اړتیا ده، ملي او نړیوالې غوښتنې رد کړې دي. د بېلابېلو ټولنيزو، توکميزو او سياسي ډګرونو څخه بېلابېل سياسي فعالان، د سياسي هوکړې او اجماع د ترلاسهکولو لپاره خبرو اترو ته چمتو دي. لکه څنګه چې دا موارد په افغانستان کې د وضعیت د باثباته سیاسي حل د اړتیا پر بنسټ په بېلابېلو پروسو کې په ګوته شوي دي. په هر حال، طالبانو لکه څنګه چې د دوی د ۲۰۲۲ کال د مې په خپور شوي منشور کې ورته اشاره شوې؛ د خلکو پر بنسټ هر ډول حکومت ردوي او د افغان ولس د مطلق اکثریت او نړیوالې ټولنې د غوښتنو پر وړاندې د خپلې ځانګړې او جابرانه واکمنۍ په دوام کې پاتې راغلي او هیواد یې یوې خطرناکې لارې ته سوق کړی دی.
په افغانستان کې یو شمېر پېژندلشوېو نړیوالو او سیمهییزو تروریستي او افراطي ډلو یو ځل بیا پراخ حضور موندلی دی. په کابل کې د القاعدې د مشر ایمن الظواهري وژل کیدل ثابتوي چې طالبان د بهرنیو ترهګرو ډلو کوربهتوب او پناهځای لري چې د افغانستان، سیمې او ټولې نړۍ امنیت او ثبات ګواښي.
موږ باور لرو چې نړیواله ټولنه باید د طالبانو لخوا د خپلو څرګندو ژمنو د نه عمليکولو نه لېوالتیا او د افغانستان ناوړه امنیتي، بشري، اقتصادي، بشري حقونو، سیاسي او ټولنیز وضعیت ته په کتو سره، یوه نوې او همغږې شوې تګلاره غوره کړي. د وضعیت د ښهکولو او ثبات لپاره کېدای شي لاندینۍ تګلارې پام کې نیول کېدای شي:
1. په دوهاړخیزو او څو اړخیزو او د ښکیلتیا معنی لرونکو ډولونو کې د اغېزمنو اقداماتو رامنځته کول ترڅو په اغېزمنه توګه د طالبانو ډله د ټولګډونه او مشروع حکومت د رامنځتهکولو لپاره د خلکو غوښتنو ته ځواب ووایي. طالبان به د افغانستان د راتلونکې یوه برخه وي، خو د هغوی تر واک او تسلط لاندې به نه وي.
2. له هغو ژمنو او رښتیني شخصیتونو سره تعامل چې د ډموکراتیکو ټولنو څخه یې ملاتړ ترلاسه کړی وي. د افغانستان خلک اوس هم هوډ لري چې وضعیت په ښهوالي کې ونډه ولري او د خپل راتلونکي برخلیک خپله وټاکي. تجربه ښیي چې زموږ په متنوع ټولنه کې هیڅ نظام، د خلکو له ارادې، درناوي او منلو پرته دوام موندلای نشي.
3. د بېلابېلو بهرنیو تروریستي ډلو له شتون څخه د رامنځتهشوي ګواښ د مخنیوي لپاره چې د افغانستان، سیمې او ټولې نړۍ لپاره یو ستر امنیتي خطر بلل کېږي، د لا زیاتو همغږيو او اغېزمنو اقداماتو ترسره کول.
4. د اړوندو طالب مشرانو لپاره د ملګرو ملتونو د سفر بندیز تقویه کول، ځکه چې دې ډلې په دوامداره توګه د سیاسي جوړجاړي لپاره د هیڅ معنیلرونکي خبرو اترو څخه د انکار کولو او همدارنګه د افغانستان د خلکو له حقونو څخه د سرغړونې لپاره د بندیزونو په رژیم کې د نویو اشخاصو لیست کولو څخه په دوامداره توګه د سفر بندیز له معافیت څخه ناوړه ګټه اخیستې ده.
5. د افغانانو د بیړنیو اړتیاوو د پورهکولو لپاره د بشري مرستو زیاتول.
6. د ښځو، نجونو او نورو زیانمنونکو ډلو د حقونو د ساتنې په ګډون د افغانستان د خلکو د بنسټیزو بشري حقونو د ساتنې لپاره دوهبرابره ملاتړ.
7. موږ په نړیواله ټولنه او ملګرو ملتونو غږ کوو چې د افغانستان خلکو د بیړنیو اړتیاوو د پورهکولو لپاره، د ټولو اړینو اقداماتو په ترسره کولو سره په افغانستان کې د اوسني اقتصادي، سیاسي او بشري ناورین لپاره عملي حل لارې ولټوي.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت ډیپلوماتیک مأموریتونه به زموږ د ملیونونو بېغږه هېوادوالو د اندېښنو، غوښتنو او هیلو په استازیتوب زموږ د ملت د ژوند په دې مهم پړاو کې خپل تاریخي مسؤولیت اداء کړي. موږ د دوامدارو قونسلي خدمتونو د چمتو کولو په ګډون، د مخ پر ودې او خوځنده ډیاسپورا ټولنې د اړتیاوو پورهکولو لپاره په کلکه ژمن یو. موږ همداراز ژمن یو چې له کوربه هیوادونو، د افغانستان له ملګرو او د افغانستان د ډیاسپورا له ټولنې سره او د یوه سولهییز، باثباته او ډموکراتیک افغانستان د ترلاسهکولو لپاره چې زموږ د خلکو حقونه، عزت، وقار او اراده په کې خوندي وي، د نړیوالو هڅو په برخه کې د امکان تر حده په ګډه کار وکړو.
موږ د خپل هېواد د تاریخ په دې سخت وخت کې د افغانستان له خلکو سره د نړیوالې ټولنې د دوامدارې ژمنې له امله مننه کوو.
پای