Print this page

سفیر خالد احمد ذکریا د ایټالیا د لومړي وزیر پخوانی مرستیال سره وکتل

سفیر خالد احمد ذکریا د ایټالیا د لومړي وزیر پخوانی مرستیال سره وکتل
   
||| ||| |||
د ۱۴۰۰ ه.ل. کال د وږی د میاشتې په ۲ مه نېته کې، په روم – ایټالیا کې د افغانستان اسلامی جمهوریت سفیر، خالد احمد ذکریا، د ایټالیا د لومړي وزیر پخوانی مرستیال، د ایتالیا د سنا مجلس سناتور او د «لیګا» ګوند مشر، ښاغلی «Matteo Salvini» سره په سفارت کې وکتل.
د کتنې په ترڅ کې، دواړو لوریو په افغانستان کې د هر اړخیز موقت حکومت پر جوړولو ټینګار وکړ او د یوې ډلې مطلق حاکمیت په اوږدمهال کې افغانستان او سیمې ته ګواښ وباله. په عين حال کې دوارو ارخونو په افغانستان کې د خلکو د تيرو دوه لسيزو لاسته راورنې، لکه د ښځو او نجونو حقوق، د اقليتونو حقوق، د بيان آزادي او په هېواد کې د انتخابات له لوری د هېواد د زعيم ټاکل کېدل، نه د امارت په تشکيلاتي چوکات د زعيم تعيين کېدل په مواردو بحث او د دغه ارزښتنونو پر حفظ او لا پياورټيا ټينګار وکړ. همداراز د په اساسي قانون کې د دغه ارزښتونو پر تسجيل او نړيوال ټولنې لخوا د نظارت کول پر موضوع خبرې وکړې. او دا د نوی حکومت، چې د يو موقت دورې وروسته سر ته راشی، په رسميت پيژندلو يو اصلي شرط وګنله.
همدارنګه، ښاغلي «Salvini» د افغانانو سره د ملاتړ ژمنه وکړه او د هغه افغان ملکي کارکوونکو، ډیپلوماټانو او امنیتي ځواکونو چې په هیواد کې له جدي ګواښ سره مخ دي د انتقال په برخه کې د همکارۍ ژمنه وکړه.
Read 979 times

Last modified on دوشنبه, 08/06/1400