د ۱۴۰۰ ه.ل. کال د چنګاښ د میاشتې په ۸ نېته کې، په روم - ایټالیا کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت سفیر خالد احمد ذکریا او ورسره مل پلاوي د داعش پر وړاندې د نړیوال ائتلاف په غونډه کې ګډون وکړ. په دې ناسته کې، چې په روم کې د ایټالیا جمهوریت په کوربه توب او د اتیا هیوادونو څخه زیاتو لوړ پوړو استازو په کې برخه اخیستې وه، د ائتلاف غړو د داعش تروریستی ډلې پروړاندې مبارزه کې پر خپلو ژمنو یو ځل بیا ټینګار وکړ او په اغیزمنو سیمو کې یې ثبات ساتلو باندې تاٌکید وکړ.