په کابل کې د ایټالیا جمهوری سفیر، ښاغلی ویتوریو سَندلی، او میرمن یې په روم کې د افغانستان اسلامي جمهوریت په سفارت کې د یوه کاری ضیافت لپاره رابلل شوې وې، او د سفیر خالد احمد ذکریا او د هغه میرمن سره یې ولیدل.
د کتنې په ترڅ کې، دواړو لوریو د افغانستان او ایټالیا تر منځ د ډیپلوماتیکو اړیکو د جوړیدو د سلمی کلیزې د لمانځنې لپاره د چمتووالي په اړه، د دوه اړخیزو اړیکو لا پیاوړتیا او د افغانستان اسلامی جمهویت ولسمشر او د ایټالیا لومړی وزیر ترمنځ د راتلونکو تلیفوني خبرو اهمیت په اړه بحث او تبادل نظر وکړ.
د غونډې په څنډه کې، سفیر سَندلی د ډیپلوماتانو او د سفارت کارمندانو سره ولیدل، او دواړو سفیرانو د د نوي هجري شمسي کال د پیل په مناسبت د سفارت په بڼ کې دوه یاد ګاری نیالګې کښت کړل.