په روم کې د افغانستان د اسلامي جمهوريت سفارت شارژدافير، محترم وجيهه قاضي زاده نن سهار «د جينيټيک انجينرۍ او بايو ټکنالوژۍ د نړيوال مرکز» (ICGEB) عمومي رئيس، ډاکټر« لاورنس بانکونو» او د بهرنی اړيکې رئيس ميرمن «ماريانا ماکُلان» سره په سفارت کې وکتل.
دواړو لوريو د دې سازمان فعاليتونو او لاسته راوړنو، د افغانستان سره د همکارۍ د زياتوالي او د جينيټيک انجينرۍ او بايو ټکنالوژۍ په برخه کې د افغانستان لپاره د علمي څیړنې فرصتونه رامینځته کول په اړه بحث او تبادل نظر وکړ.