په روم کې د افغانستان د اسلامی جمهوری سفارت شارژدافير، محترمه وجيهه قاضی زاده نن مازديګر په روم کې د اسټرالیا سفيرې مېرمن مارګاریت تومی سره د افغانستان په سفارت کې وکتل.
دواړو لوریو د افغانستان د سولې بهیر د وروستیو پرمختګونو په اړه او د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو د پراخېدا په اړه بحث او تبادل نظر وکړ.